ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

کامیاب شخصیتونه دا ۶خبرې نه کوي

د انسان شخصیت په ښه کارونو جوړيږي هر انسان چې کوشش کوي او خيل کار په وخت کوي ډېر ژر ترینه شخصیت جوړیږي ،دهغه جملې چې انسان یې په تنهایئ کې ځانته وایي تقریبا ددغه شخص فکر او او ریښتیني باورونه راڅرګندوي.

کامیاب شخصیتونه دغه پينځه جملې هيڅکله نه کاروي

اوس به لږ انتظار وکړو: دا خبره په نادره توګه یوه سمه سترپلان بلل کیږي، خو کامیابه خلک د هدف ترلاسه کولو لپاره خپل لږ امکانات د نورو مشکلاتو او فکتورونو په مقابل کې پکار اچوي.دا باید ووایم چې په یوځای انتظار او ننداره کول د فعالیت او عملي اقدام کولو په نسبت کمه مثبته نتیجه لري.د انتظار پرځای مو خپل وخت په فکر کولو او پلان جوړولو مصرف کړئ، عملي اقدام وکړئ، څو ډوله مختلفې طرحې او پلانونه جوړ کړئ او خپل ټول فکري تمرکز مو د کامیابیدو پرنقطه راغونډ کړئ چې څه ډول کولای شئ خپل هدف ترلاسه کړئ.

دا زما دنده نده: مسولیته خلاصون او د هغې رفع پخاطر د توجیهاتو لټون یوه بده او د نه فعالیت انګیزه ده چې ستاسې د کامیابیدو پروړاندې خنډ رامنځته کوي.دا چاره له تاسې کامیاب شخصیت نه جوړوي.بریالي شخصیتونه د هرې ستونزې او وضیعت کنټرول پخپل لاس کې لري او له هغې د خلاصون په موخه بهانې او توجیهات نه لټوي.

کوشش به وکړم: بریالي خلک تصمیم نیسي چې څه او څه ډول یې ترسره کړي، هغوی یوڅه کوي یا یې نه کوي اما دا نه وایې چې «هڅه به وکړم». هڅه به وکړم (یعني په حقیقت کې دا قضیه ستاسې لپاره لمړیتوب نلري او دومره ارزښتمنده نده)، که په حقیقت کې همداسې وي نو بهتره ده چې ورته «نه» ووایئ. ټام راین یو ګرافیک ډیزاینر دی. هغه  د خپل کار لپاره یو ځانګړی چارچوب لري چې تصمیم، پلان او عمل پکې شامل دي.

دا ممکن ندۍ:بریالي خلک د هرې ستونزې او وضیعت کنټرولولو هنر لري. دوی پوهیږي چې په هر ډګر کې د پرمختګ او راتلونکي پوړۍ ته تلل هغه وخت لاسته راځي کله چې یو «ناممکن» په ممکن بدل کړي.دوی د ستونزو په وړاندې توجیهات نه لټوي، بلکې هڅه کوي، دقیق فکر کوي او د ستونزې په اړه پوښتنې کوي ترڅو هغه په سم او کامل ډول وپیژني.

دا نا انصافي ده: کامیاب انسانان د خپل زندګۍ اتلان دي نه قرباني. البته دا دومره ساده نده چې د غیرعادلانه وضیعت د نشتون ادعا وکړو، مګر کله چې د داسې وضیعت سره مخ کیږئ نو د شرایطو غیرعادلانه کیدو باندې ټینګار مه کوئ بلکې د حل لارې موندلو هڅه وکړئ.

ډېرې بدې ورځې مې تېرې کړي دي : که باور ولرئ چې هرڅه ستاسې خلاف دي او دنیا ستاسې په وړاندې د یوې توطئي او سازش جوړولو هڅه کوي ترڅو ستاسې دبریالي کیدو مخه ونیسي. پدې باور لرل او یوازې ستونزې رابرسیره کول ستاسې منفي دید دی او دا بدې انګیزې نشي کولای ستاسې د مخکې تګ مخه ونیسي. پرځای ددې چې په ستونزو فکر وکړئ ځان منظم کړئ، فکر مو له ستونزو جلا کړئ او هڅه وکړئ چې د ستونزو په حل لارو سوچ وګړي،

کامیاب انسانان هيڅکله په خپلو کارونو کې سوچ نه کوي او صرف خپل کار ته کار وايي ټوله ورځ په دې لټه کې وي چې څنګه خپل ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي دوويي په خپل کارونو کې زړونه لګوي او کارونو ته زړه نه تنګوي او ټوله ورځ په کوشش او هڅه هکوي چې کار مخې ته بوزي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button