لوبې

کراچي کینګز لوبډلې دوه منفي ریکارډونه نور هم پخپل نوم کړل

dsc 4984

کراچي کینګز، چې د ۲۰۲۰ کال د پاکستان سوپر لیګ اتلولي یې خپله کړې وه، دا ځل یې یو بل ریکارډ هم جوړ کړ او دا لومړۍ لوبډله شوه چې په یوه ټورنمنټ کې یې نهه لوبې بایلي. کراچي کینګز لوبډلې دغه منفي کارنامه د یکشنبې په ماښام له کویټه ګلیډیټرز لوبډلې په ماتې سره په خپل نوم ثبت کړه.

سږ کال د پي ایس ایل سیالۍ د کراچي کینګز لپاره یو ویرونکی خوب ثابت شو او په دې ټورنمنټ کې یې یوازې یوه لوبه وګټله او نهه لوبې یې وبایللې چې دا د بایللو تر ټولو خراب ریکارډ دی. تر دې وړاندې دغه ریکارډ د کویټې ګلیډیټرز په لاس کې و چې تېر کال یې په لسو لوبو کې اته یې بایللي وو.

کراچي کینګز تر دې وړاندې په یوه پړاو کې د پرلپسې اته ماتو ریکارډ هم پخپل نوم کړی و، خو په نهمه لوبه کې یې لاهور قلندرز ته ماتې ورکړه او په وروستۍ لوبه کې یې یو ځل بیا د کویټه ګلیډیټرز لخوا ماتې وخوړه.

کراچي کینګز د نمرو په نوملړ کې یوازې دوه نمرې لري او له پلی اف سیالیو بهر شوې ده. همدا راز دغه لوبډله د پاکستان سوپر لیګ په تاریخ کې یوازینۍ لوبډله ده چې ټولټال ۴۰ سیالۍ یې بایللي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button