کورني خبرونه

کرزی: د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو لپاره مشروعیت او لویه جرګه اړینه ده

 افغانستان  افغانستان

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی ویلی چی  د نورو هېوادونو له اړخ  د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره اړینه ده لومړی  اطمنان لاسته راشی  چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي په کور دننه  مشروعیت قانون ولري او د دې لپاره په کار ده چې لویه جرګه جوړه شي.

ښاغلي کرزي یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني خو هېواد کې هم افغانان ته  باید اطمنان ورکړي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي د افغانانو ښېګڼې ته پام پکې کېږي او دا چې حکومت قانوني مشروعیت لري بیا باید له نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه دا هر څه باید سره موازي تر سره شي. مخکني افغان ولسمشر پر لویه جرګه هم ټېنګار کړی چې د ده له نظره د افغانانو امیدونه خوندي کیدای شي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

نوموړی وایي اوسنی وضیعت ته په لیدو د لویې جرګې رابلل تر ټولو ښه حل  لار ده  چې د افغانانو امیدونه ورسره خوندي او حکومت ته مشروعیت ورکولای  شي بلخوا بیا د طالبانو د ادارې چارواکو هم په ټینګار کړی چې د یوه مشروع نظام شرطونه  یې پوره کړي ټولشموله حکومت  جوړ کړی او اوس مهال دی په رسمیت وپیژندل شي خو نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت ګډشموله یی نه بولي او ټینګار کړی  چې دوی باید د ټولو افغانانو حقوقو  په تېره د ښځو او نجونو حقونو درناوی وکړي.

نړیواله ټولنه همدا رنګه  ویلی چی  طالبان دې ښځې په عامه ادارو کې کار ته پریږدی او ټول افغانستان کې دې نجونو ته د زدکړو حق ورکړي د نجونو د زدکړو او په سیاسي بهیر کې د افغان ښځو د شمولیت  په تړاو حامد کرزي  د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی  افغانستان لپاره غوره ده چې دا وضیعت بدل شي.

په وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له اړخ د خبریالانو په تېره د ښځینه خبریالانو پر چا رو یو لړ محدودیتونه وضع شوی . د دې محدودیتونو په تړاو ښاغلي کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی چې افغان مېرمن تل حجاب کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button