کورني خبرونه

کرزی: طالبان دې په نوي ښوونیز کال کې نجونو ته ښوونځي پرانیزي

حامد کرزي د مارچ ۸مې په پیغام کې ویلي چې راتلونکی ښوونیز کال دې طالبان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

پخوانی افغان ولسمشر د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې له طالبانو غواړي چې نوی ښوونیز کال نجونو ته د ښوونځي او پوهنتوني زدکړو اجازه ور کړي.

حامد کرزی د مارچ د اتم په مناسبت زیاتوي، چې د ټولنې د پرمختګ او د نوي نسل د روزنې لپاره د ښځو زدکړې عمومي او مهم ضرورت دی.

په افغاني ټولنه کې د ښځو رول

د ښاغلي کرزي په خبره، افغان مېرمنو په ټولو برخو په تېره د ازادۍ مبارزو کې له سړیو سره اوږه په اوږه مهم رول لوبولی او ټولنه کې یې د مسوولو غړو په توګه ځان ثابت کړی دی.

march8 (1)
افغان زده کوونکي

حامد کرزی وايي، د افغانستان راتلونکی هم د ښځو او سړیو له پیوستون سره تړلی دی او د افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره د ښځو زدکړو او کار ته باید پام وشي او زمنیه ورته برابره شي.

نور ولولئ: له ښوونځو د افغان نجونو راګرځول؛ اوس یې مدرسو ته مخه کړې ده

نور ولولئ: افغانستان کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران نیول شوي

نور ولولئ: امریکا: طالبان د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستو نیت نه لري

حامد کرزی د خپل پیغام اخر کې ښځو ته د دوی د نړیوالې ورځې پر مبارکۍ سربېره له طالبانو غواړي چې نوی ښوونیز کال نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیځي.

د ۲۰۲۱ کال اګسټ پر ۱۵ طالبانو په واکمنېدو پسې د نجونو له شپږم ټولګې پر پورته زدکړو بندیز ولګاوه او تېر کال یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.

د نجونو ښوونځیو ته د طالبانو د مکانیزم جوړول

که څه هم دا ډله وايي چې د نجونو د زدکړو او تعلیمي نصاب لپاره طرحه جوړوي خو له دوه نیمو کلونو تېرېدو سره هم د دې طرحې څرک نشته.

march8
هغه زده کوونکي چې د اعتراض له لارې له طالبانو د زده کړو حق غواړي.

په افغانستان کې ښوونیز کال پسرلی یا د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ پرانیستل کېږي، خو لا هم داسې نښې نشته چې وښيي طالبان به نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.

طالبانو له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې پر ښځو ډول ډول بندیزونه لګوي او له امله یې مېرمنې له ټولنیز ژوند څنډې ته کړل شوې دي.

د مارچ اتمې په مناسبت چې د ښځو نړیواله ورځ ده، نورو حقوق، بشري او نړیوالو بنسټونو هم له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونو دروازې خلاصې کړي.

خو له دې سره، سره بیا هم طالبانو د نجونو زده کړو ته اجازه نه ده ورکړي او هغه حرکتونه یې هم ځپلي چې په دې برخه کې یې د حق مبارزه کوله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button