سیمه‌ییز

کرزی نجونو او هلکانو ته؛ په زده کړو کې له هرې هڅې کار واخلئ

حامد کرزي د هېواد له نجونو او هلکانو غوښتي، د زده کړو په کولو کې دې له هرې هڅې کار واخلي

هاخوا افغان ولس تمه لرله چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره به طالبان د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې پرانیزي، خو طالبانو دغه کال هم نجونو ته د زده کړو اجازه ورنه کړه.

دغه پخواني افغان ولسمشر بار، بار له طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون غوښتنه کړې، خو طالبانو په دې برخه کې د پخوا په څېر د ښځو پر وړاندې ځپونکی دریځ خپل کړی او ښځینه طبقه یې له زده کړو محرومه کړي ده.

دا ځل له نجونو او هلکانو د ښاغلي کرزي غوښتنه

پخواني افغان ولسمشر د نوي لمريز کال په مناسبت په خپل پیغام کې پر هلکانو او نجونو غږ کړی، چې د زده کړو په برخه کې له یو ډول هڅو هم لاس وا نه خلي.

karzai (1)
افغان محصلانې ورته ولاړې او طالبان د پوهنتون له دروازې دننه نه پرېږدي.

ښاغلي کرزي نږدې ۱۲ ورځ وړاندې د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت پیغام کې هم له طالبانو غوښتي وو، چې نوی ښوونیز کال کې نجونو ته د ښوونځي او پوهنتوني زدکړو اجازه ور کړي.

نور ولولئ: جوزپ بورل: په افغانستان کې له ښځو سره روان چلند له زغم وتلی دی

نور ولولئ:  ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نوموړي نن په خپل پیغام کې که څه هم د نجونو پر زده کړو د بندیزو نه ختمېدو ته اشاره نه ده کړې؛ خو زیاته کړې یې ده: «د نجونو او هلکانو په ګډون پر ګرانو ځوانانو غږ کوم چې د تعلیم په برخه کې او لوړو تحصیلي درجو تر لاسه کولو کې له هېڅ ډول هڅو لاس وا نه خلی؛ تر څو زموږ هېواد د خپلو بچیانو په لاس ځان بساینې، پرمختګ او لوړتیا ته ورسېږي.»

له زده کړو د نجونو راګرځول

طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې په واکمنېدو سره لومړی د نجونو له شپږم ټولګي پورته او وروسته د دوی پوهنتوني زده کړې بندې کړې.

د نوي لمريز کال په درشل کې پر افغان شخصیتونو او پخوانیو چارواکو سربېره ولس هم له طالبانو په یوه بله پلمه د نجونو د زدکړو د پیلدو غوښتنه کوله؛ خو دې ډلې نن د ښوونیز کال د پیلېدو مراسمو کې په دې هکله څه ونه ویل.

حامد کرزي د طالبانو له خوا د نوي کال نه نمانځلو ته له اشارې پرته د خپل پیغام اخر کې لیکلي، چې کوم ملتونه خپل لرغوني او تاریخي دودونه ساتي؛ نو د پرمختګ پر لار هم ځواکمن او هدفمن روان دي.

د یادونې وړ ده چې طالبان د نجونو د زده کړو په برخه کې له خپل نیولي دریځ په شا کېدونکې نه دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button