کورني خبرونهنړیوال خبرونه

کرزی: نړیوال باید د طالبانو نظام چپه نه کړي

د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت چپه نه کړي

هغه زیاتوي چې موږ نور په افغانستان کې د نظامونو له نسکورولو او سقوط کولو ستړي شوي یو، نو ځکه باید دلته نور د نظامونو یا حکومتونو د نسکورولو فکر له سره لرې شي او دا کار د افغانانو په ګټه نه دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له کېودو خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د طالبانو حکومت بايد په هېڅ صورت له منځه ولاړ نه شي او نړۍواله ټولنه بايد د دغې ډلې د نسکورولو هڅه ونه کړي.

نور ولولئ: حامد کرزی: د م.م. د سیاسي دفتر له سیاسي مرستیال سره مو ولیدل

ښاغلي کرزي په دې مرکه کې وویل:”موږ د طالبانو په سیاست کې بدلون او اصلاحات غواړو”.

د نجونو ښوونځیو پرانیستل به د طالبانو مشروعیت ته لار هواره کړي

د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم باید له واکه ونه غورځول شي او زیاته یې کړه، چې د نجونو د ښوونځیو د دروازو پرانیستل کولی شي د طالبانو مشروعیت ته لاره هواره کړي.

هغه د نجونو د زده کړو په اړه وويل، چې د طالبانو ډېرى برخه د نجونو له زده کړو سره موافقه لري او اړتيا يې هم درک کوي.

نور ولولئ: حامد کرزی اسلامي امارت ته؛ اجازه ورکړئ چې نجونې ښوونځي ته لاړې شي

ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې دی په افغانستان کې د جګړې او شخړو پلوی نه دی او دا شخړې به وضعیت نور هم پېچلی کړي.

نوموړي ویلي:”له واک څخه د طالبانو په زور ایستل سمه لاره نه ده او نړیواله ټولنه باید له واک څخه د طالبانو د جبري ليري کولو هڅه ونه کړي)).

بین الافغاني خبرې اترې باید پیل شي

پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې د ټولو قومونو ترمنځ، چې ځینو یې د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړی، باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي.

ښاغلي کرزي طالبان یو افراطي اسلامي حرکت وباله او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت نسکور نه کړي ځکه چې د ده په وینا طالبان د خبرو په اړتیا پوهیږي. هغه وویل چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل وخت او تیاری ته اړتيا لري.

په دې مرکه کې پخواني ولسمشر بین الافغاني خبرې د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه پیاوړي او اغېزمن حکومت د جوړولو لپاره تر ټولو غوره لار وبلله.

هغه په تېرو دوو لسيزو کې د ډيموکراسۍ په اړه وويل: (( په افغانستان کې د ډيموکراسۍ ناکامي د تېر حکومت او نړۍوالې ټولنې د ناسمو سياستونو له امله ده)).

د یادونې وړ ده چې د واک پر مهال هم حامد کرزي د طالبانو په اړه نرم دریځ درلود او دوی به یې د مرورو وروڼو په نامه یادول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button