کورني خبرونه

کرونا ناروغی درملنی لپاره جوړی ګولی ۸۹ سلنه اغیزناکه دی

 افغانستان افغانستان

   د کرونا  ناروغۍ درملنې لپاره جوړ شوي ګولی  ۸۹ سنله اغېزناکه  دي څېړنې ښایی چې د کورنا  درملنې لپاره درمل چې د امريکايي شرکت فايزر له اړخ جوړ شوي د ګواښ سره مخ لويانو کې د مړينې او په روغتون کې د بستریدو کچه ۸۹ سلنه راټيټوي

دغه درمل چې د پلکسوېډ (Paxlovid)  د سختی  ناروغۍ لرونکو وګړو  کې د کورونا وېروس د نښو له را ښکاریدو  وروسته به کارول کېږي فايزر وايي د دې نويو درملو نتیجی ډېرې مثبتې دي او له دې امله يې اوس ازموينې هم ودرولې بريتانيا د دغه فايزر درمل ۲۵۰ زره خوراکه پېرلي د بريتانيا د روغتيا او ټولنيزې پاملرنې وزير ساجد جاوېد د فايزر دغه نوي درمل نتیجی مهمې بللې  خو وايي د بريتانیا د درملو تنظيموونکې اداره به يې اوس د ساتلو  او تاثیر لرونکی  ارزونه کوي

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

نوموړي وويل که چېرې دغه درمل ومنل شي دا به د واکسينو او نورو درملنو تر څنګ د کورونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره خورا مهمه  وي د فايزر نوي درملو دوه ځله درې ګولۍ تر پنځو ورځو پورې خوړل کېږی تر دې وړاندې تېره ورځ د بريتانيا د درملو تنظيم کوونکې ادارې دې ته ورته د درملو کارول تصويب کړي وو هغه درمل چې مولنوپيراوير نومېږې  د خپلې بڼې لومړۍ درملنه وه ازموينو يې ښودلی  وه چې د مړينو او يا يې روغتون ته د لېږلو  شونتيا نيمه کمولی شي.

 بريتانوي حکومت د نژدې نيم ميليون کورونا ناروغانو درملنې لپاره دغه درمل پوره اخیستی د کورونا ناروغۍ مقابل  واکسین د وبا د کنټرول د غوره چاری  په توګه ګڼل کېږي خو د داسې درملنې غوښتنه هم کېږي چې په کور دننه ترسره شي  په ځانګړي توګه د زیان منونکو وګړو لپاره چې په ناروغۍ جدي ناروغۍ اخته وی

د کرونا ناروغۍ لپاره دا  جوړی شوی ګولۍ  ډیر ارزښناکه  او اغیزناکه  دی ځکه چی د ناروغانو لپاره د مړینی  کی  کموالی  او د اقتصادی ناوړه  کړکیچ   تړلو کی مهم رول ادا کوی او د هوسا او ارامه ژوند بیرته کولو کی هڅه کوی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button