سات تيرينړیوال خبرونه

کرونا ويروس له امله انډیا کې فلمونه انلاين خپرېږي

کرونا په نړۍ کې ډېر نقصان کړۍ دۍ. او د عامو وګړو ژوند یی په خطر کې اچولۍ . بازې اروپايي ملکونو د کورونا ناروغي له امله لګول شوي لاک ډاون لغوه کوي. بل خوا بیا د کرونا ويروس د مخنيوي په پار په هند کې د ګرځبندېز سره سينماګانې هم بندې شوې، چې د سينماګانو له بندېدو سره د لسګونو هغه فلمونو نندارې ته وړاندې کېدل وځنډېدل، چې جوړ شوي و .

تر دې دمه پورې چې دوه نيمې مياشتې د ګرځبندېز وشوې او لا هم سينماګانې خلاصې ندي. فیصله شوې ده چې فلمونه په انلاين بڼه نندارې ته وړاندې شي. د راپورونو له مخې  ، په انډیا کې د مارچ په ٢٥مه نېټه ګرځبندېز ولګېده، چې ورسره په دغه هېواد کې ٩٥٠٠ سينماګانې هم بندې شوې چې له امله يې د سينما اقتصاد ته يې د ميلياردونو روپو تاوان واړاوه.

په ټولې انډیا کې د سينماګانو د بندېدو له امله هغه فلمونه چې جوړ شوي و نندارې ته وړاندې کېدل يې وځنډېدل، خو دوه مياشتو بعد بيا هم سينماګانې نه دي خلاصې شوي، اوس د فلمونو جوړونکو پرېکړه کړې ده چې خپل فلمونه انلاين نندارې ته وړاندې کړي یاد راپور کې ويل شوي دي، چې د لويو ستورو دوه فلمونه ګلابو سيتابو او شکنتلا ديوي په ګډون يو شمېر هندي فلمي د امازون په ويډيويي وېبپاڼه (امازون پرايم ويډيو) باندې نندارې ته وړاندې کېږي.

د اميتاب بچن او ايوشمان کهرانه په څېر د لويو ستورو فلم ګلابو سيتابو يو کومېډي فلم دى او همدا راز د وديا بالن شکنتلا ديوي هم د لوى بجټ فلم دى چې انلاين به خپاره شي. ګلابو سيتابو فلم د اپريل په مياشت کې نندارې ته وړاندې کېده، خو د سينماګانو د بندېدو له امله يې نندارې ته وړاندې کېدل وځنډېدل، اوس به دا فلم په راروانه مياشت کې په امازون پرايم ويډيو کې خپور شي..

د یادو فلمونو پرته د تامل او تيلګو ژبې يو شمېر لوى فلمونه هم راروانه مياشت په امازون پرايم ويډيو باندې خپرېږي، چې په دې برخه کې د فلم جوړونکو او د امازون ترمنځ قرارداد لاسليک شوى دى. فلمونه د سينماګانو پر ځاى د انلاين خپرولو له پرېکړې سره د يو شمېر سينماګانو مالکانو مخالفت ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، که چېرته دا فلمونه انلاين خپاره شي، نو دوى به په راتلونکي کې د دغه فلمي ستورو فلمونه په خپلو سينماګانو کې نندارې ته وړاندې نه کړي.

د سينماګانو مالکان وايي، چې د فلمونو انلاين خپرول د سينما اقتصاد له منځه وړل دي او دوى به د دې کار پر وړاندې ودرېږي، خو بل لوري ته اميتاب بچن، ايوشمان کهرانه او وديا بالن بيا په دې اړه څه نه دي ويلي..

همدا راز له هند پرته په چين، امريکا، برېتانيه، روسيه، هانګ کانګ او جرمني په ګډون د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې سينماګانې تړل شوې دي او د فلمونو نندارې ته وړاندې کېدو تر څنګ د فلمونو ثبت هم درېدلى دى. د یادونې وړ ده چې هند د فلم جوړولو کې نړۍ کې په ټوپ ده. او دغه هېواډ کې نیم نه زیات عواید د فلم انډسټرۍ نه راټوليږي او د دغې هېواد بازي فلم سټاران د نړۍ په ښه او مالداره ترین خلکو کې يي نوم رازي . لکه د مثال په ډول سلمان خان. عامر خان. شارخ خان او داسې نور شامل دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button