کرونا ویروس؛ازبکستان خپل سرحد افغانستان سره يو څه مودې لپاره وتړه

ځړول شوی:مارچ 2, 2020 لخوا ځړول شوی:afghannow تبصرې:0

د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د حیرتان د سرحد مسؤلین وايي چې ازبکستان د کرونا ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي د هڅو په لړ کې د تیرې شپې راهیسې (کب ۱۱مه) دا سرحد د دواړو هیواد ونو ترمنځ د تګ راتګ پرمخ تړلی دی.

د حیرتان د سرحد کمیسار نور الدین روفي نن د دوشنبې په ورځ (کب ۱۲ مه اشنا رسنیوته وویل چې د ازبکستان سرحدي ساتوونکو تیره شپه دا سرحد په موقت ډول وتړه چې له امله د ځمکې له لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ ځنډیدلی دي.

هغه وویل چې ازبکستان خپل سرحد د کرونا د ناروغۍ د ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله تړلی دی.

حیرتان کې سیمه ییز اوسیدونکي وايي چې د سرحد د بندیدو وروسته په سلګونو باروړونکي وسایط په دغه بندر کې بند پاتې دي او د سرحد پرانیستلو ته انتظار وباسي.

افغانستان د بلخ ولایت د حیرتان له لارې ازبکستان سره په رسمي ډول تګ راتګ کوي.

د دوستۍ په نوم پل چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د شتون پر مهال جوړ شوی دواړه هیوادونه د ځمکې له لارې یو بل سره نښلوي.

د حیرتان بندر د چارواکو د وینا له مخې په اوسط ډول په میاشت کې شاوخوا لس زره مسافر تګ راتګ کوي.

د ازبکستان له خوا افغانستان سره د سرحد د تړلو وړاندې ترکمنستان هم تیره اونۍ افغانستان سره خپل سرحد د هرات په ولایت کې تړلی دی.

تراوسه یوازې د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا د ویروس یوه مثبته پیښه ثبت شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” وايي چې د یکشنبې د ورځې (کب۱۱مه) په هرات کې د یوې مثبتې پیښې پرته بله پیښه نه ده ثبت شوې. ” اوچا” د معلوماتو له مخې تراوسه ۵۵ مشکوکې پیښې ثبت شوي چې د ۳۸ پیښو لابراتواري نتیجې منفي ختلي او ۱۷ نورو نتیجې به د لابراتواري معاینو وروسته څرګندې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.