کرونا ویروس او اسلام

کرونا وایرس وبا اوس په نړۍ کې په پراخه کچه په پراخېدو روانه ده. د نړې ۱۳۶ هیوادونو کې دا وبا خوره شوې او د ټولي‌ اقتصاد ته یې سخت زیان اړولی دی

افغانستان هم یو له هغه هیوادونو دی چې کرونا وایرس یې تر پارلمان نه ځان ورساوه ؛ ککړ شو ی د پارلیمان غ ی عبدالقیوم ساجدی دی چې په کرونا وایرس اخته شوي دی نوموړی  دا وخت د ایران په قم ښار کې په یو روغتون کې بستر دي

د هیواد په نورو ولایتونو کې ټول ټال ددغه وکیل په ګډون تر دم ګړیه۱۱ کسان اخته شوي‌ دي . دغه وایرس له روغتیا يي ستونزو سره سره د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر په افغانانو کې هم دا وېره خپره کړې چې د لوږې سره به مخامخ شي

کورنا باید د الله تعالی پر تقدیر باندې د کلک ایمان ترڅنگ جدی ونیسو. د کورنا سره باید د احساساتي برخورد پرځای منطقی برخورد وکړو، تر څو ځان په خپل لاس هلاکت ته ورنه کړو.

په دې برخه کې د نقل(وحې) لارښونه عقل ته چې د وحې پر احکامو د پوهېدو لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده،  دا ده، [ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکه..] یعنې پخپله ځان د مرگ خولې ته مه اچوئ! یا په بل عبارت پخپل لاس ځان مه وژنئ!.

په کار ده، چې د نړیوالو صحي سییستمونو او نظامونو وقایوي لارښونې په خپل ژوندانه کې په دقیقه توګه عملی کړو، د عامه مصلحت لپاره د حکومت لارښونې ته په غور پام وکړو.

که نن د انسان علم او عقل د نوموړۍ وبا د مخنیوی څخه بې وسه او عاجز دی، خو سبا به د الله تعالی په مرسته د خپل صبر،حوصلې، زیار او مبارزې په پایله په دې قادر شي، چې د نوموړۍ وبا مخنیوی وکړي.

په دې لیکنه کې هڅه کوو، چې  د دیني او اخلاقي ستونزو تداخل او  هغه  دیني ستونزې  چې د کورونا د وبا په هکله مطرح کېږي، په تېره بیا د جوماتونه تړل او د ډله ییزو دیني مناسکو لغوه کول وڅېړو..دا تاسو او دا هم د لیکنې تفصیل:

ټوله نړۍ دکورنا د ویروس د چټکې خپرېدا له امله اندېښمنه ده. ورځ تر بلې یې مرگ ژوبله زیاتېږي. نوموړې نړیواله وبا دبشري تاریخ په لړ کې نوې نه ده،  نړۍ د عمر ابن الخطاب په زمانه کې دې ته د ورته وبا

 شاهده پاتې شوې ده، چې بیا یې لړۍ په بېلابېلو زمانو کې ادامه پیدا کړې ده.

موږ په خپل تاریخ کې دوه مشهور طاعونونه پېژنو: لومړې وبا د “عمواس” طاعون دی، چې د ۲۵- ۳۰ زره وگړي یې له منځه یوړل چې د قربانیانو له ډلې یې دوه مشهور اصحاب معاذ بن جبل او ابی عبیده ابن الجراح هم وو.

نوموړې وبا په ۱۷-۱۸ هجري کال کې د فلسطین په  یوه واړه کلي “عمواس” کې پیل او بیا ټول شام چې هغه مهال لویه سیمه وه خوره شوه. د دغې وبا پر مهال د مسلمانانو سره  د خپل ځانونو د خوندیتوب او د عبادتونو د ادا کولو په هکله گڼ شمیر پوښتنې راولاړې شوې وې، چې د نوموړې وبا په هکله مشهور مستشرق “یوسف فان اس” هر اړخیزه څېړنه تر سره کړې ده او په هکله ځانگړی کتاب  په آلماني ژبه لیکلی دی.

دوهمه وبا هغه لوی طاعون دی، چې په ۱۳۴۸ میلادی کې په اورپا کې د “تور مرگ” په نامه وپېژندل شوه. چې دهغه مهال د اوسیدونکې درېمه برخه یې له منځه یوړل! نومړې وبا هم د مورخینو ا لیکوالانو پام ځانته واړاوه او په اړه یې گڼ شمیر کتابونه لیکل شوي دي. و باگانو په اړه ډېری داسې مورخینو او لیکوالانو هم لیکنې کړې دي، چې دوی یې هم د قربانیانو له ډلې گرځېدلي دي، لکه ابن الوردي، الحلبي او تاج الدین السبکي چې د جمعې په ورځ یې دخطبه  وينا واوروله. د شنبې په ورځ په وبا مبتلا او د سه شنبې به ورځ وفات شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.