نړیوال خبرونه

کرونا ویروس له امله په هیواد کې د خوراکي توکو کمښت سره مخ دۍ

کرونا وایرس وبا اوس په نړۍ کې په پراخه کچه په پراخېدو روانه ده ؛د نړې ۱۳۶ هیوادونو کې دا وبا خوره شوې او د ټولي‌ اقتصاد ته یې سخت زیان اړولی دی .

افغانستان هم یو له هغه هیوادونو دی چې کرونا وایرس یې تر پارلمان نه ځان ورساوه ؛ ککړ شو ی د پارلیمان غړی عبدالقیوم ساجدی دی چې په کرونا وایرس اخته شوي دی ؛نوموړی  دا وخت د ایران په قم ښار کې په یو روغتون کې بستر دي.

د هیواد په نورو ولایتونو کې ټول ټال ددغه وکیل په ګډون تر دم ګړیه۱۱ کسان اخته شوي‌ دي . دغه وایرس له روغتیا يي ستونزو سره سره د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر په افغانانو کې هم دا وېره خپره کړې چې د لوږې سره به مخامخ شي‌.

د کرونا ویروس له ویرې کاوندي هیواد پاکستان خپل سرحد د افغانستان سره د دوه اونیو لپاره بندوي اوس دسوداګرۍ خونه وايي چې د سرحدونو تړل کیدل افغانستان به اولیه خوراکي توکو کموالي سره مخ شي.

خان جان الوکوزی وايي ‌چې له دې اندېښنې یې لورتبه چارواکي‌ خبر کړي دی ؛ د سوداګرۍ خونه وايي چې افغانستان د خوړو زخیره نه لري او ښآيي د غذايي موادو له کمبوت سره مخامخ شي .

ډبلیو ایچ او یا د روغتیا نړۍ وال سازمان اعلان وکړ چې کرونا وایرس یوه نړۍ واله وبا ده او د وبا په څېر چلند دي ‌ورسره وشي .

د روغتیا د نړۍ وال سازمان ډایرکټر ټیډروس ایډهانوم Tedros Adhanomوايي چې دا وایرس اوس په نړۍ واله کچه په تېزي سره په پراخېدو دی او باید مخ نیوی یې وشي .

  ډاکتر ډیډوس د نړۍ پر ټولو هیوادونو غږ وکړ چې د کرونا وایرس هر اخته ناروغ ته دي رسیده ګي ‌وکړي‌ او بېړني اقدامات دي وشي .

د روغتیا نړۍ وال سازمان وايي چې هر هیواد دي روغتونونه تیار وساتي او خپلو روغتیايي کارکونو کو ته دي تربیه او ددغه وایرس سره د چلند پوهاوی ورکړل شي .

د روغتیا نړۍ وال سازمان وايي‌چې دا وایرس د ژوند هره برخه زیانمنوي‌او په کار ده چې هر هیواد په بېړنۍ او زړه وره توګه ددغه وایرس مخنیوي ته راودانګي ؛ د ډاکتر ټیډروس په وینا چې ځینو هیوادونو وښودله چې دا وایرس کنټرولیدلای شي .

کرونا وایرس تر دم ګړیه د نړۍ (۱۳۶) هیوادونو کې خپور شوی ؛ چې ټول ټال یې تر دم ګړیه ۱۰۴۲۸۳ یو لک دوڅلوېښت زره دوه سوه دوه اتیا کسان په اخته شوي ‌او تر دم ګړیه ۵۳۷۴ پنځه زره درې سوه ۷۴ کسان په مړه شوي‌دي .  ‌ 

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button