نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

کرونا وېروس: دنیا کې مثبتې پېښې له ۵ میلیونونه زیاتې شوې

دنیا کې مثبتې پېښې له ۵ میلیونونه زیاتې شوې او څه باندې درې لکه کسان د دغې وبا له کبله  خپل ژوند له لاسه ورکړۍ دي. د  ډبلیو ایچ او ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۶ زره نویو ناروغانو نومونه ورکړل شوي دي، چې د شمېر له پلوه یو غټ تعداد دۍ..

د متحده ایالاتو بریتانیا او ایټالیا نه بعد تر ټولو ډېر د کورونا وېروس له کبله فرانسه کې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړۍ د بریتانیا د صحت وزیر مټ هنکوک وايي، هېواد کې د کورونا وېروس معاینې لپاره یوه نوې اله تجربه کېږي، چې په وینا یې په ۲۰ دقیقو کې به معلومات ورکوي.

دهغه  په وینا اوس هم دغه ملک د کرونا وبا له کبله څلورمه درجه وضعیت کې فرار لري. خو ژر به د درېیمې درجې په لور لاړ شي، چې ډېر بد حالت نه دی. هغه وايي، حکومت د وضعیت ښه کولو لپاره عملي اقدامات کوي. ښاغلي هنکوک د روژې میاشت کې له یوه بله د واټن ساتلو له کبله د ځايي مسلمانانو ستاینه وکړه او وايي، برتانیا مېشتې مسلمانان باید په اختر کې هم احتیات وکړي

د انګلینډ اعلۍطبي افسر پروفیسر کرېس ویټي هم وايي، د اوسنیو بندیزونو او محدودیتونو لړ کې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د (ټولو ادیانو) منونکي باید د خپلو (خوښیو مراسمو بڼه بدله کړي. د انګلستان روغتیا وزیر وايي، ښايي له کورونا وېروسه د خلکو خوندي ساتلو واکسین چمتو کول وخت واخلي. دغه ډول واکسین ښايي یو کال یا یو نیم کال وخت ونیسي.)

د اکسفورډ یونیورسټي څېړوونکو له مخکې د واکسین ازموینه پیل کړې، خو وروسته به معلومه شي چې دغه واکسین د وېروس مخنیوی کوي که نه. ویل کېږي په ځانګړې توګه اوس دا ځکه ګرانه ده چې په ولس کې د وېروس خپرېدو کچه ډېره ټيته ده.

د نړۍ بازې نورو ملکونو کې هم د واکسین چمتو کولو چارې روانې دي. دا ځکه ښه زیری بلل کېږي، چې ټول واکسین ښايي کامیاب نه شي او که کامیاب هم شي، ماهرین په دې اند دي چې نړۍ کې له یوه ډېر واکسین ته اړتیا ده. هلته د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې چارواکو د احتیاطي تدبیرونو له تګلارې سره ښاري او سیمه ییز ټرانسپورټ ته د فعالیت اجازه ورکوي.

د نوې پالیسۍ له مخې به په تم ځایونو کې مسافر له یوه بله فاصله مراعتوي، پر لاره به د دوو کسانو تر منځ یوه څوکۍ تشه ساتل کېږي، د ګاډي ښیښې به پرانیستې وي او دغه راز ځینې نور احتیاطي تدبیرونه به په پام کې نیول کېږي. د کورونا وبا له کبله د چین پارلماني غونډې له دوه میاشتې ځنډ وروسته د پنجشنبې پر ورځ بیا پیل شوې. دې غونډو کې معمولاً د راتلونکي کال لپاره قوانین او پالیسي چمتو کېږي.

د یادنې وړ ده چې کرونا لا هم په نړۍ کې شتون لري باید د نړۍ ټول خلک په دې پوه شي که په کور پاتې نشو او احتیات مو ونکړ نو لا زیات خطر سره به مخ شو او زیاته انساني فاجعه به رامنځته شي.نو بنا ټولو هیوادوالو نه غوښتنه کيږي چې دغه ویروس جدي ونیسو او احتیات وکړو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button