Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ځاییلوبېلوبې خبرونه

کرکټ؛ سبا پنجشنبه د افغانستان او زمبابوې تر منځ د ټیسټ لوبه پلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان او زمبابوې تر منځ ټیسټ لوبه به سبا پیل شي

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ کرکټ لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه د مرغومې یا جدي په ۶مه پیلېږي.

افغان لوبډلې تر دې وړاندې له زمبابوې سره د شل اوره او یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړې، چې دواړه یې ترې ګټلې دي.

ټېسټ لوبو ته اعلان شوې لوبډله:

حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه د مرستیال لوبډلمشر، دغه راز افسر ځاځی او اکرام علي خېل د ویکټ ساتونکو په توګه ځای لري؛ عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ د نوملړ برخه دي.

دغه راز ناصر جمال، ضیاء الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزي ته هم په یاد نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.

نور ولولئ: د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

نور ولولئ: کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.

په ورځنیو لوبو کې د زمبابوې ماتول

په ورځنیو لوبو کې افغان لوبډلې زمبابوې ټیم ته په لوی توپیر ماته ورکړې وه.

هغه مهال د افغانستان او زمبابوې کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه سیالي افغان لوبډلې د ۲۳۲ منډو په لوی توپیر وګټله.

دې بري سره اوس افغانستان د دریو یو ورځنیو لوبو په دې لړۍ کې یو صفر مخته شو.

په هغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې ۲۸۶ منډې وکړې.

کوربه زمبابوې یوازې وتوانېده چې په ۱۸ ارونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۴ منډې جوړې کړي.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې نوید ځدران او غضنفر درې درې او فضل حق فاروقي دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې په دې وروستیو کې په ځانګړي توګه ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د کرېکټ په برخه کې لویې لاسته راوړنې درلودې. مثلاً: د پاکستان، سوت افریقا، استرالیا او نورو په څېر یې لوی، لوی ټیمونه د کرېکټ په میدان کې له پښو راوغورځول او ددغه ټولو ویاړ یې د افغانستان او افغان ملت په برخه کړ.

د کرېکټ لوبې پوهان وايي، افغان لوبډله د توقع خلاف بره روانه ده او د هرې ورځې په تېرېدو پیاوړي کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button