لوبېلوبې خبرونه

کرکټ: افغانستان کرکټ لوبډله له دوو کلونو وروسته ټېسټ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ له بنګله دېش سره د یوې ټېسټ لوبې، درو یو ورځنیو او دوو شل اوریزو سیالیو مهال وېش اعلان کړی دی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي: د جون پر ۱۴مه به له بنګله دېش سره ټېسټ لوبه کوي.

دا به له ۲۰۲۱م کال راهیسې لومړی ځل وي چې افغانستان د پنځه ورځنیو لوبو لپاره میدان ته کوزېږي.

افغانستان به په بنګله دېش کې درې یو ورځنۍ او دوې شل اوریزې لوبې هم کوي.

نور ولولئ: سريلانکا سره لوبلړۍ ته افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلان کړه

له بنګله دېش سره د افغانستان له ټېسټ لوبې وروسته نژدې دوې اوونۍ په مهال وېش کې تشې دي. له هغه وروسته درې یو ورځنۍ لوبې د جولای په څلورمه نېټه پلان شوي دي.

داسې رپوټونه دي چې له بنګله دېش سره تر ټېسټ لوبې وروسته ښايي افغان لوبډله هند ته لاړه شي چې هلته درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

افغان لوبغاړو په وروستي ځل د ۲۰۲۱م کال په مارچ کې ټېسټ لوبه کړې وه چې له زمبابوې یې ګټلې وه

په هغه لوبه کې حشمت شهیدي لومړنی افغان شو چې په ټېسټ سیالیو کې غبرګه سلیزه وکړه.

افغان لوبډلې له بنګله دېش سره تر اوسه یوه ټېسټ لوبه کړې چې د افغانستان په بري پای ته رسېدلې وه.

نور ولولئ: افغان کرکټ ملي لوبډله جون مياشت کې سريلانکا ته د سیالیو لپاره ځي

که څه هم افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د ټېسټ لوبو دریځ خپل کړی دی خو په دې دومره موده کې یې یوازې شپږ ټېسټ سیالۍ کړي چې په درېیو کې یې ماتې خوړلې او په همدومره نورو کې یې بری خپل کړی دی.

د افغانستان لومړنۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۸م کال په جون کې وه چې د هند په بنګلور کې وشوه او هندۍ لوبډلې په دوو ورځو کې بری وموند

د افغانستان دویمه ټېسټ لوبه له ایرلنډ سره وه چې افغان لوبغاړو په کې خپل لومړنی ټېسټ په بري پای ته ورساوه.

افغان لوبغاړو له ویسټ انډیزه یوازینۍ ټسټ لوبه وبایلله او له زمبابوې سره یې هم لومړۍ ټسټ لوبه کې بری ونه موند،‌ خو زمبابوې ته یې په دویمه ټسټ لوبه کې ماته ورکړه.

د کرکټ لوبې مخکېني لوبغاړي او پوهان په دې باور دي چې د افغان لوبغاړو د تخنیکي وړتیا پیاوړتیا لپاره لا ډېرې ټسټ لوبې باید پلان شي. خو د کرکټ د نړیوالې شورا بوخت مهالوېش ته په پام، ډېرې لوبډلې نورو ټسټ لوبو ته وخت نه مومي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي: د ای سي سي په نوي مهال وېش کې چې له ۲۰۲۴م کاله پیلېږي، افغانستان په لسګونو ټسټ لوبې په پلان کې لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button