لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

کرکټ بورډ: شپږيزه ټورنمنټ به په اګست کې ترسره شي

د هېواد کرکټ بورډ اداره وايي ، چې په پلان کې لري چې سږکال د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ د اګست په مياشت کې ترسره کړي.که څه هم د کرونا ویروس له امله د کرکټ په شمول زیات نورې لوبې ځنډول شوي دي،

د کرکټ بورډ ادارې د مۍ مياشتې په مجله کې د شپږيزې کرکټ ليګ د شروع کېدو په اړه خبر ورکړل شوى دى.یادې مجله کې راغلي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د روان زېږديز کال په اګست مياشت کې د شپږيزې کرکټ ليګ اووم پړاو سيالۍ هم ترسره کړي.

یادې ادارې همدا راز وايي، چې په اوسني حالت کې به د شپږيزې کرکټ ليګ د افغانانو د خوښۍ شېبې زياتې کړي او خلک به په ژوندۍ بڼه د خپلو اتلانو لوبې ننداره کړاى شي.دا په داسې حال کې ده چې د کورونا له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ سيالۍ ځنډېدلي دي، چې د هند ستر تجارتي ليګ اى پي ايل هم د کورونا له امله سږکال تر دې مهاله پورې نه دى ترسره شوى.

بل خوا ته د ويسټ انډيز لوبډله بيا انګلېنډ ته تللې ده او د جولاى په اتمه نېټه به دواړه لوبډلې د درې ټېسټ سياليو لوبلړۍ پيل کړي.همدا راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ٢٤ لوبغاړو شاوخوا لس ورځې مخکې په کابل کې يو مياشتينى تمريناتي کمپ پيل کړى دى، چې کرکټ بورډ يې موخه راتلونکي اسيا جام او نړيوال جام ته د لوبغاړو چمتووالى ښايي.

کرکټ بورډ وايي، چې په دې ترننګ کمپ کې به د پلیرانو په بیټنګ ، او بالنګ او همدا راز په تکړښت باندې پوره کار وشي.دوه ورځې مخکې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، که چېرته د دوى لوبغاړي ښه پرفامنس ښه وو نو کېدایشي د روان کال د اسیا جام پاکستان ته راوړي،

د یادونې وړ ده چې د کرونا ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې د وړو ټونمنټونو ترڅنګ ګڼ شمېر سیالۍ ځنډېړلي دي او ترسره نشوې، د نورې نړۍ ترڅنګ ګران هېواد افغانستان کې هم د کرونا ویروس ښه په زور کې روانه ده باید د کرکټ اداره دغه وبا هم په نظر کې ونیسي ترڅو د زیاتو انساني فاجعو نه مخنیوۍ وشي په افغانستان کې تر دې دمه ۲۰ -۲۲ زرو نه ریات کسان په کرونا اخته شوي دي،

کرکټ بورډ که دغه ټورنمنټ یا سیالۍ ترسره کوي هم نو باید ځانګړي شرایط ورته وضع کړي لکه تماشیانو کم شمېر په لوبغالي کې پريګدي او د زیاتو خلکو اجازه ورنکړي ترڅو د کرونا ویروس د خپرېدو نه مخنيوۍ وشي او کرونا په کڼټرول کې وساتل شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button