لوبېلوبې خبرونه

کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډلې د ۷ ویکټو په توپیر هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام کې افغان کرکټ ملي لوبډلې هالنډ یا نیدرلنډ ته په لوی توپیر ماته ورکړه

افغانستان کرکټ ملي ټیم په دې جام کې تر نورو کلونو ښه ځلېدلی او سر په سر یې څو ټیمونو ته ماتې ورکړې چې ددې ماتو په لړۍ کې یې وروستی ټیم د هالنډ و چې د افغان ټیم پر وړاندې یې خپله لوبه په لوی توپیر وبایلله.

افغانستان په کرېکټ نړیوال جام کې هالنډ ته په ماتې ور کولو نیمه پایلوبې ته نور هم نږدې شو. د کرېکټ نړیوال جام په ۳۴ سیالۍ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې هالنډ ته په ۷ ویکټو ماتې ور کړه.

دا څوومه لوبه وه چې افغانستان یې ګټي

دې سره افغانستان په نړیوال جام کې څلورم بری وګاټه او نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره نور هم نږدې شو.

افغانستان په ننني بري سره خپلې نومرې اتو ته ورسولې او نیمه پایلوبې ته د تلو په جدول کې یې پنځم ځای خپل کړ.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغان لوبډلې په دې بریا خوشالي ښودلې او د نورو بریو هیله یې کړې ده.

د افغان بالرانو غوره بالینګ

د هند په لکهنو ښار کې هالنډ د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه، خو لومړنی لوبغاړی یې په یوه منډه د مجیب له خوا وسوځېد.

مجیب دې بري سره په یو ورځنیو لوبو کې د ویکټو شمېر سلو ته ورساوه او څلورم افغان لوبغاړی شو چې دا ویاړ لري.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان له سریلنکا په لوی توپیر لوبه وګټله

نور ولولئ: نن به افغان لوبډله له هالنډ سره لوبه ولري

وروسته د هالنډ لوبغاړي یو څه تم شول، خو بیا یې پرلپسې ویکټې له لاسه ور کړې او په ۴۷ اور کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې.

افغانستان په ۳۲ اور کې د دریو ویکټو په زیان سره دا هدف پوره کړ او روان جام کې یې څلورم بری وګاټه. افغانستان تر دې مخکې انګلنډ، پاکستان او سریلانکا ته ماتې ور کړې او درې لوبې یې هم بایللې وې.

داسې ویل کېږي چې که افغانستان راتلونکې لوبې هم وګټي، نو سیمې فاینل ته یې د وتلو چانس ډېر دی. د یادې لوبډلې روزونکی وايي چې د نورو لوبو لپاره هم پر لوبډله باور لري او ددې احتمال ډېر دی چې ښه لوبې وکړي او په دې نړیوال جام کې د افغانستان لپاره نورې بریاوې هم خپلې کړي او ښه ولوبېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button