لوبېلوبې خبرونه

کرکټ نړیوال جام؛ بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن بنګله‌دېش له افغانستانه یو ورځینې لوبه وګټله

نن شنبه اکتوبر ۷مه د بنګله دېش لوبډلمشر شکیب الحسن ټاس یا پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان پیل په پرتله ییز ډول ښه و ، خو وروسته له رحمان الله ګربز پرته یو افغان لوبغاړی هم د بنګله دېش د سپین او تېز توپ اچوونکو پر وړاندې و نه شو درېدلی او ټوله لوبډله په اته دېرشم اور کې وسوځېدله، په دتوګه یې یواځې ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ سبا به بنګله‌دېش او افغانستان له یوه او بل سره مخامخ شي

د بنګله دېش له لوري شکیب الحسن او مهدي حسن مېراز درې درې لوبغاړي وسوځول.

د بنګله‌دېش توپوهنه

کله چې بنګله دېش خپله توپوهنه پیل کړه په ۱۹ منډو یې لومړنی لوبغاړی وسوځېد، او اته رنزه وروسته فضل حق فاروقي دویم لوبغاړی لټن داس وسوځولو. له هغه وروسته مهدي حسن مېراز او نجم الحسن شانتو ښې لوبې کولو سره د بنګله دېش په بری کې لوی رول ولوباوه. بنګله دېش لومړی ښه بالنګ، او فیلډنګ او وروسته ښې توپوهنې سره په ۳۵ م اور کې د ۱۵۷ رنزونو هدف یواځې د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره پوره کړ. دا بری به راتلونکو لوبو کې د بنګله دېش په مورال ډېر مثبت اغېز ولري. مهدي حسن مېراز د درې افغان لوبغاړو سوځولو او ۵۷ رنزونو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ لومړۍ لوبه د انګلنډ او نیوزلنډ تر منځ ده

نن د درم شالا لوبغالي ته لوی شمېر کې د بنګله دېش ملاتړ کوونکي هم راغلي وو. یو شمېر افغانان هم د افغانستان له درې رنګه بېرغ سره لیدل کېدل، خو د بنګله دیش د پلویانو پرتله یې شمېر ډېر کم و.

نړیوال جام لوبې

داد روان جام دریمه لوبه او د دواړو ټیمونو لومړنۍ لوبه وه. دافغانستان بله لوبه د چارشنبې پر ورځ ډیلې کې له هندوستان سره ده.

روانو سیالیو کې نیوزیلنډ، پاکستان او بنګله دېش خپلو لومړنیو لوبو ګټلو سره په جدول کې دوه دوه پواینټونه لري.

د یادونې وړ ده چې افغانستان تېره ورځ په تمریناتي لوبه کې د سریلنکا لوبډلې ته ماتې ورکړه، خو نننۍ لوبه یې د پام وړ کمزوري وه، ځکه دوی د بنګله دېش پر وړاندې ښه ونه لوبېدلی شول او ویې نه کړای تر څو په دې رسمي لوبه کې د بنګله دېش لوبډله ماته کړي او یا لږ تر لږه ورسره ښه لوبه وکړي.

افغانستان په راتلونکې کې له نورو لوبډلو سره هم لوبې لري او وبه کتل شي چې دا لوبې څه ډول کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button