لوبېلوبې خبرونه

کرکټ نړیوال جام؛ سبا به نیوزیلنډ او افغانستان له یو او بل سره مخامخ شي

سبا به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو کې له نیوزیلنډ سره لوبه وکړي

د افغانستان او نیوزیلنډ دواړه ټیمونه نن دلته د هندوستان په سویلي ساحلي ښار چینای کې د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام شپاړسمې سیالۍ ته چې سبا چارشنبه کېږي، تمرین کوي.

نور ولولئ: د کرکټ نړیوال جام؛ هند افغانستان ته ماتې ورکړه

نیوزیلنډ تر دې دمه په سږني نړیوال جام کې خپلې تېرې درې واړه لوبې په ښه توپیر ګټلې دي،‌ خو د افغانستان لوبډله هم تېره ورځ د انګلنډ له ماتولو وروسته په پرتله ییز ډول له ښه باور او اعتماد سره چینای ته رارسېدلې.

وېکټ یا پېچ سپېن باولنګ لپاره مناسب یا مرسته کوونکی بلل شوی

په ډېلي کې انګلستان سره سیالۍ کې د افغانستان سپېن یا سوکه توپ اچوونکو په ټولیز ډول اته لوبغاړي سوځولي وو.

خو د هغې بریا راز په بیټنګ کې هم و چې رحمان الله ګربز او اکرام عليخېل پکې ښه وځلېدل.

نیوزیلڼدۍ لوبډله چې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو تېر نړیوال جام کې یې دویم مقام خپل کړی و، د توپوهنې او توپ اچونې له پلوه غښتلې ده او ډېر توپ اچوونکي یې په توپ وهنه کې هم ښه دي.

د نیوزیلنډ لوبډله کې څوک ګډون نه کوي؟

خو لوبډلمشر یې ‘کین وېلیامسن’ ژوبل دی او له افغانستان سره یې به سیالۍ کې ګډون شک کې بلل شوی دی.

افغانستان او نیوزیلنډ تر دې وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې په انګلستان کې کړې وه.

په هغې لوبه کې د افغانستان اوپنرانو یا پرانېستونکو توپ ووهونکو د ۶۶ منډو ښه ملګرتیا کړې وه، خو وروسته ټول لوبغاړي تر ۴۲م اور پورې یو په پل پسې وسوځېدل او یوازې ۱۷۲ منډې یې کړې وې.

نور ولولئ: کرېکټ نړيوال جام؛ د افغانستان جادوګر بالینګ انګلستان له پښو واچوه

د نیوزیلنډ ټیم دا هدف په ۳۳ م اور کې داسې حال کې ترلاسه کړ چې درې لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ټیم تېره ورځ د انګلنډ لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه چې تر اوسه هم دا غوره لوبه د نړیوالو رسنیو سرټکی دی او لا هم مباصرین ورباندې تبصرې کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button