نړیوال خبرونه

کریم خلیلي نن اسلام اباد ته ځي

کریم خلیلي نن اسلام اباد ته ځي.د خارجه چارو وازت د وياند دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د حزب وحدت اسلامي مشر استاذ خليلی به د يو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن دوشنبه چې د روان زیږديز کال د جنوری له ۱۱ نيټي سره برابره ده اسلام اباد ته سپه سفر روانیږي.

پاکستان ته د سفر پرمهال به د حزب وحدت مشر استاذ کريم خليلی د پاکستان وزيراعظم عمران خان، د پاکستان د ملي شورا مشر، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د پاکستان ځينو نورو شخصيتونو سره ليدنه ولري.د استاذ کريم خليلی سفر پاکستان ته د روانو سياسي حالاتو يوه برخه ده ترڅو د افغان سولې لپاره د دواړو هيوادونو ترمنځ په ګډه همکارۍ ټينګار وشي او د دواړو هيوادونو ترمنځ ژورې اړيکي جوړې شوي.

کریم خلیلي نن اسلام اباد ته ځي
کریم خلیلي نن اسلام اباد ته ځي

پاکستان اوافغانستان د کلونو راهيسې ګډي اقتصادي، سياسي، ټولنيزي، دوديزي، کلتوري اړيکې لري او تر ډيره پاکستان دې اړيکو ته هيڅ وخت نه ورکوي او هرخت د خپلو موخو لپاره کار کوي.پاکستان هر وخت په افغانستان کې د جګړي د پای ته رسولو او د ثبات راوستلو لپاره هر اړخيزي ژمني کوي خو د پاکستان ژمنې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپارهنتیجه نده ورکړې او تر ډيره پاکستان اوس هم په افغانستان کې خپلو موخو لپاره کار کوي.

دې هرڅه ته په کتو پاکستان افغان سولې لپاره ريښتينې همکاري نه کوي افغانستان کې د روانو حالاتو اصلي محرک هم پاکستان دي چې د کلونو راهيسې يې د خپلو شمو موخو لپاره بي ګناه افغانان شهيدان کړي دي او هر وخت يې د طالبانو نظامي، سياسي او اقتصادي ملاتړ کړی دی.

افغانستان ته د عمران وروستي سفر پرمهال هم خان ويلو وه چې افغانستان سره به خپلو اړيکو او ګډي همکارۍ ته دوام ورکړي خو، د خان دې څرګندولو ته افغانانو سخت غبرګون وښود چې د افغانستان په ځينو ولايتونو کې هم کابل ته د خان راتګ له امله لاريونونه ترسره شول او افغانان د افغانستان لپاره د پاکستان څخه په ريښتيني همکاري غواړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button