نړیوال خبرونه

کندهار کې د علماو او سپین ګیرو غونډه ترسره شوه

د افغانستان جنوبي ولایت

د افغانستان سوېلي ولایت کندهار نن د یوې غونډې کوربه دی چې شاوخوا درې زره کسان ورته رابلل شوي دي. طالب چارواکو ویلي، چې د غونډې ګډونوال به د دوی په وینا پر مهمو ملي مسالو بحث وکړي.

غونډې ته د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي وویل، “له نړۍ سره مثبت تعامل غواړو خو له دوی څخه هم دا توقع لرو، چې افغانان پرېږدئ چې د نورو هېوادونو په څېر د خپلې خوښې ژوند ولري، همدا ولسي مشروعیت دی چې په یوولس ورځو کې مو ټول هېواد ونیوه.

امیر خان متقي زیاته کړه، د طالبانو مشرتابه پر بهرنۍ پالیسۍ بوخته ده،‌ “که رسمیت پېژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، خو د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی. نوموړي دا هم وویل، که پاکستان ته یې اسیايي هېوادونو ته د خپلو توکو د لېږد لاره ورکړې، نو هندوستان ته هم د افغانستان مالونه رسېدلی شي.

ور یی ولوله | د ۹/۱۱ د قربانیانو کورنی : د افغانستان شتمنی باید ازادې شي

نور یی ولوله | دوستم : طالبانو ته مې د مزاکراتو خط استولی

د طالبانو د قوماندې او ممانعت وزیر

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ خالد حنفي وویل، “مشروعیت نور څه ته وايي، کابل کې زرګونو علماوو، قومي مشرانو او متنفذینو له امیرالمؤمنین سره بیعت وکړ، لسګونه سوداګرو ورسره وکتل او ملاتړ یې اعلان کړ. نور مشروعیت څنګه وي. خو لا تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، مګر د روسیې او ځینو اروپايي هېوادونو په ګډون د طالبانو ځینو مشرانو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي.

غونډې ته د طالبانو د مشرانو سربېره ځینو قومي مشرانو او سوداګرو هم ویناوې وکړې. ملي سوداګر حاجي سعید وویل، افغانستان اوس د پانګونې لپاره ښه ځای دی، سوداګر او له سوداګرو سره همکاري باید لا نوره ډېره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button