کورني خبرونه

کورنیو چارو وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲زره ۵۴۰ مجرمین نیول شوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې کورنیو چارو وزارت تېرو ۶میاشتو کې ۸زره ۷۴۷ د جرمي پېښو د ثبت او ۱۲زره ۵۴۰ مجرمینو د نیولو خبر ورکوي

هاخوا بیا د نظر خاوندان وايي، په کوم هېواد کې چې د جرمونو ګراف پورته ځي، هلته اصلي لامل بې‌روزګارۍ زیاتېدل وي.

تازه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، د ۱۴۰۲ کال وروستیو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې دې ډلې ۸ زره او ۷۴۸ جرمي پېښې ثبت کړې دي.

د جرمي پېښو زیاتوالی

عبدالمتین قانع زیاتوي، په دغه موده کې امنیتي ادارو ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د جرمونو په تور نیولي چې د کال د لومړیو میاشتو پرتله نږدې شپږ ځلې زیاتوالی ښيي.

طالبانو د تېر کال عقرب کې ویلي و چې د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې یې دوه زره ۱۳۶ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

نور ولولئ: سراج حقاني ته د پاکستان وروستیو ناامنیو کې ښکېل ځانمرګي غږیز پیغام

نور ولولئ: کورنیو چارو وزارت: د نشه یي توکو دوې کارخونې مو له منځه وړې

نوموړي نن په کابل کې خبری غونډې ته وویل، چې د ۱۴۰۲ کال وروستیو شپږو میاشتو کې ۲۱ انسان تښوونکي وژل شوي، ۱۷۲ نیول شوي او اتلس تښتول شوي کسان د سړي تښتوونکو له منګلو خوشې شوې دي.

criminal (3)
کورنیو چارو وزارت: تېرو شپږو میاشتو کې ۱۲زره ۵۴۰ مجرمین نیول شوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې کورنیو چارو وزارت وايي، تر نورو کلونو تېر کال د اختطاف کچه کمه شوې ده او هڅه کېږي چې نوره هم راکمه شي.

له نشه‌يي توکو سره په مبارزه کې لاسته راوړنې

ښاغلی قانع د ۸۷۴۸ جرمې پېښو په هکله وایي، چې په دې کې ۷ زره او ۲۲۳ یې کشف شوې او یو زرو ۵۲۵ نورې یې تر تعقیب لاندې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه راز زیاته کړې، چې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې د نشه یي توکو د تولید ۸ ماشینونه، د تولید او پروسس ۳۷۷ بیلابیلې فابریکې کشف او له منځه وړل شوې دي.

د نوموړي په وینا، په دغه موده کې ۳.۶۴۵ زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کر پاکه شوې ده.

عبدالمتین قانع د جرمي پېښو د راپور د وړاندې کولو په خبري غونډه کې وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۳۲۲ میله وسلې، د سپکو او درنو وسلو ۴۲ زره فیرونه، ۲۵۱ لاسي بمونه، ۱۸۴ ماینونه او ۳۲۴ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

که څه هم طالبان د جرمونو مخنیوي کې ځانونه بریالي بولي، خو کارپوهان وايي، هغه هېواد کې د جرمونو کچه زیاتېږي چې د بې‌روزګارۍ ګراف په کې لوړ وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button