نړۍ

کورونا وېروس: دپاکستان صدراعظم عمران خان له نړیوالې ټولنې د کومک غوښتنه کړې ده

ګاونډي هېواد صدراعظم عمران خان پر نړیوالو مالیاتي ادارو، ملګرو ملتونو او نړیوالو مشرانو غږ کړی دی چې د کورونا وېروس له کبله د بې وزلو هېوادونو پورونه ور وبښي. نوموړي ویلي، نړیواله ټولنه باید مخ پر ودې او پوروړو هېوادونو سره د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره په تګلارې جوړولو کې مرسته وکړي. په پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له پنځو زرو اوښتی دی، چې نږدې نیمایي برخه یې په پنجاب ایالت کې دي.

په دې هېواد کې تر دې دمه ۸۸ کسان د کورونا وېروس له کبله مړه شوي، او له زرو ډېر کسان بېرته رغېدلي دي. عمران خان دا غوښتنه په انګلیسي ژبه په هغه وینا کې وکړه چې نن یکشنبه ماښام د پاکستان پر ملي تلویزیون خپره شوه.

نوموړي وویل، د شتمنو هېوادونو برعکس بې وزله هېوادونه نه یوازې له کورونا وېروس سره مبارزه کوي، بلکې وګړو ته د ډوډۍ ورکولو غم هم ورسره دی. د هغه په وینا، د کورونا وېروس اغېز په شتمنو او بې وزله هېوادونو کې یو شان نه دی، ځکه د دوی په وسایلو او شتمنۍ کې د ځمکې او اسمان هومره توپیر دی.

د پاکستان لومړی وزیر وایي، د پاکستان په څېر مخ پر ودې هېوادونه وار د مخه تر فشار لاندې وو او روغتیایي خدمات یې دومره نه وو چې د کورونا وېروس بحران کنترول کړي.

د پاکسان په ګڼو سیمو کې دا مهال د کورونا وېروس له کبله د اپرېل میاشتې تر ۱۴مې نېتې پورې بشپړ او یا هم نیمه محدودیتونه او ګرځبندیز لګول شوي دي.

دا هم ولولئ:  د کورونا وېروس او د افغانستان پر اقتصاد یی اغېز

په بلوچستان او ګلګت بلتستان کې به دا محدودیتونه د اپرېل میاشتې تر ۲۱مې نېتې دوام کوي.

.  

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button