Uncategorized

ګلبدین حکمتیار:دسولې لپاره دې یو طرحه جوړه شي

ګلبدین حکمتیاردسولې لپاره دې یو طرحه جوړه شي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او دافغانستان ددولت د مرکچي پلاوي تر مابین د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په اوله نېټه د سولې هوکړه لیک دستخط شو

د دغه ګوند مشر مشرحکمتیار پلازمینه کابل کې خبریالانو ته وویل، چې حکومت له دغه ګوند سره د سولې پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دغه ګوند زرګونه کسان لا هم بندیان دي.دده په وینا، له حزب اسلامي سره د دولت د سولې هوکړې په نه عملي کېدو  ولسي جرګه، امنیت شورا او بهرنۍ هېوادونه خبر دي، خو هیچا یې هم د عملي کېدو لپاره ګام نه دی اخیستی.نوموړي زیاته کړه تر هغه چې حکومت له موږ سره د هوکړې هر بند نه وي پلی کړی، موږ د حزب په توګه د دغه حکومت تر مدیریت لاندې کار نه کوو. تر اوسه د دغې هوکړې منځ پانګه نه ده عملي شوې.

ښاغلي حکمتیار وویل ، چې د طالبانو مشران او د داعش مشران خوشي شول، خو د حزب اسلامي بندیان تر اوسه په زندانونو کې پراته دي.هغه د یادې هوکړې د نه عملي کېدو په اړه له جزییاتو ورکولو پرته وویل:«شاید ددغې هوکړې د نه عملي کېدو لامل دا وي چې د اقتدار په کرسۍ ناست کسان داسې فکر کوي چې که دغه هوکړه منل شوې وای نو دوی ته به ګواښونه رامنځته شوي وای او د ټاکنو پایلې به هم داسې نه وې.»

نوموړۍ وايي د سولې بین الافغاني خبرې دې پرته له شرطه پيل شي، د سولې لپاره دې یو اتفاقي طرحه جوړه شي او د تصمیم لپاره باید یوه مقتدره ټیم را منځ ته شي.هغه وویل دغه ټیم باید د یوه فرد، د یوه ګوند، د یوه قوم په انحصار کې نه وي، اوس مهال د افغانستان ۹۹ سلنه خلک سوله غواړي، یواځې هغه کسان سوله نه غواړي چې خپل اقتدار او قدرت په خطر کې ګڼي

دا هم ولولئ:  مجیب الرحمن شېرزاد څوک دی؟

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې داسې شرایط وضع نه کړي چې د سولې بهیر له خنډونو سره مخ شي. ده په خلکو غږ وکړ چې سره یوځای شي ترڅو د اوسني وضعیت څخه وژغورل شي.حکمتیار، په نننۍ ناسته کې دا هم وویل چې هېواد کې جوماتونه هم نه دي خوندي او حکومت یې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی.

هغه زیاته کړه، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته پرځای ددې چې د تاوتریخوالې کچه راټیټه شي، هدفي وژنې، ترور او تاوتریخوالی لازیات شوي دي.د امریکا او طالبان ترمنځ هوکړه تېرکال د کب میاشتې په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه.حکمتیار وایي:« د فحشا ځایونه او عاملین یې خوندي دي، خو د کابل ښار په مرکز ګې د ارګ شاوخوا علما، او نور مشران ترور کیږي.

هغه وویل چې دولت باید د بهرنیانو له وتلو وروسته وضعیت ته تیارۍ ونیسي، ترڅو پخوانۍ کارونه بیا تکرار نه شي.د ده په وینا، ددغه حالت د چمتووالي لپاره باید یو درېیمګړی مستقل محور را منځ ته شي، داسې محور چې  د شخصیتونو او ګوندونو پر بنسټ نه، بلکې د خلکو د ارمانونو او اهدافو پر بنیاد جوړ شوی وي.او داسې بو نظام رامنځته شي چې ټول اړخنه پکې شامل وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button