نړیوال خبرونه

ګلبدین حکمتیار طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره قطر ته سفر کوي

ګلبدین حکمتیار طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره قطر ته سفر کوي ټاکل شوې، چې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار په نیږدې ورځو کې قطر ته په یوه سفر لاړشي. او هلته به د طالبانو سره مخامخ په افغان سوله وغږیږي.

ځينې سرچینیو ویلي چې مشر حکمتیار د دغه سفر په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر استازو سره د افغان سولې پر روانو هڅو خبرې وکړي.حکمتیار دې سفر نه څه موده وړاندې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تلی و.هغه د اسلام اباد د سفر پرمهال د افغانستان دولت (د کابل لاسپوڅې او زر سقوط کیدونکې) اداره ګڼلې وه.حکمتیار دغه راز، افغان دولت د هندوستان په ملاتړ د سولې د روانو هڅو په تخریب او د جګړې د دوام په ملاتړ تورن کړی و.نوموړی غواړي چې د سولې خبرې جاري وي او هیڅ ډول خنډ پکې رامنځته نشي تر څو زر تر زره اوربند اعلان شي.

نوووړی باور لري، چې قطر ته له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره ورغلی پلاوی حکومتي دی او د ټولو افغانانو استازیتوب نه شي کولای.نوموړي له دې کبله په دغه پلاوي کې د خپل ګوند له اړخه شامل غیرت بهیر نه و پریښی، چې طالبانو سره د افغان دولت په مذاکراتي پلاوي کې برخه واخلي.د حزب اسلامي مشر یو ځل وسله والو طالبانو ته دا هم ویلي، چې د ده ګوند سره د مشترکاتو د لرلو له کبله ایتلافي دولت جوړ کړي.وسله والو طالبانو د نوموړي غوښتنو ته رسماً تراوسه څه ځواب نه دی ویلی.

د پاکستان صدراعظم عمران خان، چې حکمتیار یې د هېواد له ترټولو مهمو نفوذي سیاستوالو ګڼل کیږي؛ څه موده مخکې ویلي و، چې حکمتیار د افغانستان اساسي قانون منلی او د تېرو ټاکنو نوماند یې و.هغه له شپیګل الماني رسنۍ سره دا نظر تر سولې وروسته د افغانستان په احتمالي بل نظام کې د حکمتیار د رول په اړه څرګند کړی و.

ګلبدین حکمتیار طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره قطر ته سفر کوي
ګلبدین حکمتیار طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره قطر ته سفر کوي

حکومت کې ځینې لوړپوړي چارواکي او د حکمتیار منتقدین هغه په پرله پسې ډول پاکستان ته په کار کولو او د افغان نظامونو د سقوط په هڅو تورنوي.د ولسمشر غني یوه سلاکار وحید عمر حکمتیار د تاریخ تکراري او نه بښل کیدونکی خاین ګڼلی و.اسلام اباد ته د حکمتیار له سفر وروسته ولسمشر غني د هغه یو نیږدې پلوی او خپل سلاکار کریم امین د ارګ له سلاکارۍ او د حکمتیار زوم غیرت بهیر د مشرانو جرګې له انتصابۍ سناتورۍ ګوښه کړل.د دوی د ګوښه کیدو دلیل دا ښودل شوی و، چې حکمتیار سره اسلام اباد ته تلي او د افغان نظام خلاف سفر کې یې ګډون

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button