نړیوال خبرونه

ګمبیري کې د هوايي میدان چارې ودرول شوې

ګمبیري کې د هوايي میدان چارې ودرول شوې د جنجالونو او ناندریو وروسته مرکزي دولت د ننګرهار په ګمبيري دښته کې د هوايي میدان جوړولو چارې ودرولې.ویل کیږي چې دا چارې به نا معلومه وخت پورې ځنډول شوي

په دغه ولایت کې مدني فعالانو، د ولايتي شورا وکیلانو او په ملي شورا کې د دې ولايت ځينو وکیلانو په ګمبيري دښته کې ددولت له خوا دهوايي مېدان جوړېدل د داود خان د پنځه کلن پلان د ناکامولو هڅه بللې ده.همدا رنګه په ننګرهار او بغلان ولايتونو کې بيا د دې هوايي میدان جوړېدو پر ضد لاريونونه هم وکړل او دولت ته يې وويل، چې دوى به د هېڅ داسې پروژې اجازه ور نه کړي، چې هغه د داود خان د پنځه کلن پلان ناکام شي،

دغه خلکو غووښتنه کوله ، چې د ګمبيري دښته د زراعت ځمکه ده او بايد د دولت باید د رزاعت کتار ورنه واخلي ، ایر پورټ دې په بل کوم داسې ځاى کې جوړ کړاى شي، چې هلته ځمکه زراعتي نه وي.د ګمبيري دښتې له هغه ځاى څخه، چېرته چې هوايي ډګر جوړېږي يو شمېر د ودانيزو چارو شنونکو او فعالانو ليدنه کړې ده او دوى له دولت نه غوښتنه کړې ده چې په دغه دښته کې دې د هوايي ډګر د جوړېدو چارېژر تر ژره بندې کړي،

متخصیصین او فعالان وايي، چې په کوم ځاۍ کې چې هوايي میدان جوړېږي، دا د ناکامورا پارک ته نږدې ځاۍ ده او حاصل خېزه خاوره ده، دوى همدا رنګه له حکومت څخه په دې ځاى کې د هوايي ډګر جوړېدو په تړاو د وضاحت غوښتونکي هم دي، دا باید یاده کړو چې د جلال اباد مخکینۍ والي شاه محمود مياخېل له ياد ولايت څخه تر رخصتۍ وړاندې د دې پروژې پرانيسته کړې وه. همدا راز حکومتي چارواکو بيا په دغه ځاى کې د خلکو له نيوکو وروسته ويلي و، چې د ګمبيري دښتې په کومه برخه کې چې هوايي ډګر جوړېږي، دا ځاى د هغه ځاى نه ليرې دى، په کوم ځاى چې د داود خان پنځه کلن پلان جوړ شوى و.

د یادونې وړ ده چې په ټولنيزو رسنيو او لاريونونو کېداخبره کېږي، چې هوايي ډګر بايد په بل ځاى کې جوړ شي او ګمبيري ډاګ چې زراعتي سيمه ده، دلته بايد بند جوړ شي.خو دولت بيا په دې تړاو کوم غبرګون نه دى ښکاره کړى. د دغه پروژې د پرانيستې پر مهال ويل شوي و، چې دا هوايي ډګر به د کابل هوايي ډګر بديل هم وي.

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټول اقوام سره همغږه شي ترڅو د هوايي میدان چارې بیا پیل شي ترڅو دغه ولایت نور هم وده وکړي او اهمیت به پیدا کړي نو د دغه خلک بیا راپاڅي او د ایر پورټ چارې بیا پیل شي دا لومړۍ فرصت دۍ چې دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوه، باید دا چانس ضایع نه کړي او د میدان چارو د بیرته پیلولو غوښتنه وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button