سیمه ییز خبرونه

ګوتریش: په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د سیمه ییز مرکز جوړول اړین دي

په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د دوامدار پرمختګ لپاره د سیمه‌ییز مرکز پر جوړونې ګوترېش ټینګار کړی دی

په افغانستان کې د طالبانو په بیا واک ته رسېدو سره ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په دغه هېواد کې د داعش له حضوره او ودې اندېښنې لري. ددې تر څنګ د طالبانو رژیم تر اوسه یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانو کړنو او ترهګریزو سازمانونو ودې اندېښمنه کړي ده.

تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د «دوامداره پراختیا موخو» لپاره د سیمه‌ییز مرکز د جوړېدو په هکله د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مورات نورتلئو د وړاندیز ملاتړ کړی دی

دوامداره پراختیا او موخې

اي‌اېل‌کې‌زېډ دوشنبه د تلې پر ۸مه راپور ورکړی چې ګوترېش دا موضوع د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې له نورتلئو سره د لیدنې پرمهال مطرح کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: «ستاسې له هېواد [قزاقستان] څخه د ملګرو ملتونو د پروګرامونو د دوامدار ملاتړ، په ځانګړې توګه د الماتا په ښار کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پراختیا سیمه‌ییز مرکز د جوړېدو له کبله چې شخصاً ما د خپل پروګرام د یوې برخې په توګه ترې لیدنه کړې، مننه کوم.»

نور ولولئ:  ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

د یادونې ده چې تېره اوونۍ د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د عمومي اسمبلۍ په ۷۱مه غونډه کې په منځنۍ اسیا او افغانستان کې د دوامداره پراختیا موخو لپاره د سیمه‌ییز مرکز د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د هغه په ​​وينا، د منځنۍ اسيا هېوادونه د اقليمي بدلون له کبله له رامنځته شويو ګواښونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د داعش له ودې ویره

نورتلئو د مرکزي اسیا په هېوادونو کې د اقلیمي بدلون ننګونو سره د مبارزې لپاره د «دوامداره پراختیا موخو» مرکز جوړول اړین بولي.

ټاکل شوې قزاقستان په ۲۰۲۶ کال کې د اقلیمي بدلون په هکله لومړنۍ سیمه‌ییزه غونډه جوړه کړي.

خو پر دې سربېره، د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې له حضور او ودې ویره ښوولي، خو طالبان وايي، په دغه هېواد کې د داعش ډله ځپل شوي او نه شي کولی چې لوی بریدونه پلان کړي.

تازه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، داعش خراسان ډله له افغانستان وتلي او اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button