نړیوال خبرونه

ګوتیریش وایې افغانان له جدي ناورین سره مخ دي؛ کنګل شوې شتمني یې باید خوشې شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتیریش د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي، هغو ټولو قوانینو او محدودیتونو ته باید له سره کتنه وشي چې افغانستان ته د بشري مرستو رسولو کې خنډ جوړوي.

ښاغلي ګوتیریش همدا راز غوښتنه کړې چې نړیوال بانک کې د افغانستان د بیارغونې د صندوق یو اعشاریه دوه میلیارد ډالره کنګل شتمني باید خوشې شي.

نوموړي د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو ته وویل، افغانان رسۍ کې ځوړند دي، ورځني ژوند یې په دوزخ اوښتی او میلیونونه خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي.

نور یی ولوله | د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

ښاغلي ګوتیریش همدارنګه وویل، تعلیم او ټولنیز خدمتونه صفر ته رسېدلي او د پیسو نشتوالي ګرانه کړې چې د اړمنو خلکو لاسنیوی وشي. د ملګرو ملتونو سرمنشي دې ناسته کې د عامه خدمتونو مامورینو ته د معاشونو ورکولو له پاره د مرستې غوښتنه هم وکړه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button