نړۍ خبرونه
رجحان

یحیی السنوار د حماس د دفتر مشر وټاکل شو

یحي السنوار په منځني ختیځ په ځانګړي توګه په فلسطین کې یوه مشهوره څېره ده چې د ننه په حماس سازمان کې د ښه نوم شهرت لرونکی کس دی.

حماس اعلان کړی چې یحیی سنوار به د دې ډلې د وژل شوي سیاسي مشر اسماعیل هنیه ځایناستی شي. د یحیی سنوار په اړه ویل کېږي چې د غزې جګړې له پیل راهیسې په دې تراړه کې دی، خو کله هم په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې د اوسېدو د ځای ځایګي په اړه څه مالومات شته.

اسرائیلي ځواکونو څو ځایه د هغه د موندلو په هدف عملیات هم کړي دي.

په تېرو میاشتو کې د اسرائیلو وینا دا وه چې نوموړی غزه کې ایسار پاتې او له خپلو ساتونکو سره تر ځمکه لاندې تونلونو کې پټ دی.

السنوار په غزه کې، خو اړیکه نه نیسي

اسرائیلي ځواکونه دا هم وايي چې نوموړی د موندل کېدو له وېرې له هېچا سره اړیکه نه نیسي.‌

اسرائیل نوموړی د حماس د هغو چارواکو له ډلې ګڼي چې د اکتوبر ۷مه یې د دغه هېواد پر سوېل د خونړي برید امر ورکړی دی.

اسرائیل هم پر دې باور دی چې یحیی سنوار د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته عملآ د حماس دویم کس ګڼل کېږي. هنیه تېره اوونۍ د ایران پلازمېنه تهران کې په یوه برید کې ووژل شو.‌

په دې وروستیو کې د ایران مذهبي مشر ایت‌الله سید علي خامنه‌ای پر ویب‌پاڼه د ښاغلي هنیه د وژل کېدو په مناسبت یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې ښاغلی هنیه له نوموړي سره په یوه لیدنه کې یحیی سنوار ورپېژني.

د سنوار عمر او مستعار نوم

سنوار ۶۲ کلن دی او په ابو ابراهیم هم پېژندل کېږي. دی د غزې تراړې په سویل کې د د کډوالو په خان یونس پنډغالي کې زېږېدلی.

د مور او پلار په اړه یې ویل کېږي چې د اشکلون دي خو نیکونه یې د دغه ښار پرېښودلو ته اړ شوي.

دا اجباري کډوالي په ۱۹۴۸ کال کې تر هغې جګړې وروسته پېښه شوه،‌ چې پایله کې یې د اسرائیل هېواد د رامنځته کېدو اعلان وشو.‌

یحیی سنوار ښوونځی په خان یونس کې لوستی او وروسته یې د غزې له اسلامي پوهنتونه په عربي ژبه کې لیسانس اخیستی.

اسرائیلو هغه لومړی ځل په ۱۹۸۲ کال کې چې لا ۱۹ کلن و، د “اسلامي فعالیتونو” په دلیل ونیو او تر هغې وروسته په ۱۹۸۵ کال کې بیا ونیول شو.

ښاغلي سنوار په همدې موده کې د حماس د بنسټګر شیخ احمد یاسین باور ترلاسه کړ.

هغه د حماس له رامنځته کېدو دوه کاله وروسته په ۱۹۸۷ کال کې د “المجد” په نوم د دې ډلې داخلي ‌امنیت وېرونکی سازمان جوړ کړ. سنوار په فلسطین کې تر ټولو سخت دریځ او خطرناک بلل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button