ستاسې اند او نظر

یوخه سیاسي رهبر بایددا۵صيفات ولري

تاسې بهځینې دا ځانګړتیاوی اوریدلي او لید لي  وي چې د خلکو له لورې نورو خلکو ته کاریدلي وي، لکه خودخوا یا ځان غم وړی، انحصارګر، دوکه باز یا بې باوره او بې وفا.

په بل خوا کې ستاسې ذهن ته به نور مثبت لغاتونه هم کله درغلي وي، لکه متاثره کوونکی، ښه اړیکپالی، باوري او بادرک و ټولینز، خو په هرحال کې د سیاسي مهارت یا سیاسي چالاکۍ اصطلاح څخه د مثبت درک پر ځای تر ډیره منفي اخذ کیږي، چې په ټوله کې دا ښه او مناسب کار نه دی.

واقعیت کې رهبران کولی شي چې له خپلو سیاسي مهارتونو په ګټه اخیستنې مثبتې پایلې خلکو ته ورکړي. هغوی کولی شي چې دا سیاسي مهارتونه د سازماني رهبرۍ د ننګونو د له منځه وړو لپاره وکاروې او د خپل کاري ټیم د ښه او موثره کار و پایلې لپاره یې استعمال کړي.

د سیاسی رهبرپنځه مهارتونه په لاندې ډول دي

رهبرباید دا وړتیا ولري چې نور و ارزوي او په سم ډول سره یې وپيژني. بامهارته سیاسي رهبران د خلکو غیرې لفظي رویې په ډیر ښه ډول مطالعه کوي او په طبعي ډول سره د نورو تحرکات در کولی شي.

یو خه سیاسي رهبر ددې وړتیا لري چې نور اغیزمن کړې، ځکه رهبرد یوه هڅوونکی شخصي سټایل نه استفاده کوي.په خاص ډول پياوړی شخصي تاثیر د نورو په پيژندلو کې ډیر ښه او ګټور وي او له نورو سره ښه افهام و تفهیم کوي، نو ځکه دا ډول خلک د نورو له لورې ددوی په خوښولو کې هم ډیر ښه وي. د نورو له لورې د دوی خوښول، مرسته کوي چې په اسانه ډول سره هغه خلک (خوښونکي) تر اغیز لاندې راولي.

دا وړتیا باید ولري چې له نورو سره ملګرتیا جوړه کړي. هغه خلک چې د شبکه یې اړیکو یا ملګرتیا وړتیا ولري، هغوی په کار کې د خلکو د متاثره کولو ترڅنګ له هغوی سره پياوړي روابط لري.دا ډول خلک دا راښکوونکې قوه هم لري چې له سرچینو داسې استفاده وکړي چې هم یې شخصي او هم سازماني اهداف پرې ترلاسه کړي.

یو سیاسی رهبر باید له خلکو سره واضح، رښتینې او صمیمي اوسي. داسې د ښکاره ګرانښت لرونکي رهبران په رښتیني ډول په دې باور لري چې د هغوی خبره د هغوی قوت و ژمنه ده او هغوی هغه څه چې وايي، بیا ترسره کوي یې.

ماهره سیاسي رهبران باید دا شعوري او وړتیا ولري چې څه ووايي، څو نور متاثره کړي او په دې هم پوه اوسي چې څنګه نور د خپل فکر تر تاثیر لاندې راولي.یعنې تصور هم مدیریت کړي، چې کوم وخت څه وکړي او د نورو خیال له حرکاتو معلوم کړي او بیا ورسره هماغسې یو ګام پورته کړي، څو د هغه د مدیریت لپاره هماغسې ګامونه پورته کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button