نړیوال خبرونه

یوناماپه مرکچي پلاوي کې د طالبانو نه د ښځود ګډون غوښتنه کړې .

د افغانستان د 1964 مادې اساسي قانون ښځو ته مساوي حقونه ورکړل ، پشمول د نړیوالې لوړې کچې او د ولسمشرۍ لپاره د کاندید کیدو حق. په هرصورت ، ډیری میرمنې د دې فرصتونو څخه لرې پاتې دي ، ځکه چې دا اصلاحات د ښار څخه بهر اغیزه ډېر کم لري. په کلیوالي سیمو کې ښڅو ته د نرانو پرتله حقوق کم ورکول کيږي.په افغانستان کې د سولې خبرۍ روانې دي او د یو بل سره خبرو لپاره بلاوۍ ټاکلي دي. یوناما په داسې حال کې له طالبانو غوښتي چې بین الافغاني مذاکراتو کې ښځو ته ګډون ورکړي چې د طالبانو درې کسییزه پلاوی د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه کابل ته رارسیدلي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې مرستیالې ځانګړې استازې انګرېډ هېډن له کابل څخه د ملي امنیت شوراغونډې ته د یو ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې طالبان دې خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته ګډون ورکړي. هېډن د افغانستان  لپاره د ملي امنیت شورا غونډې ته ویلي طالبان دې دغه کار د خپل بدلون د ثابتولو په موخه وکړي. دې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه د افغان سیاسیونو تر منځ د اختلافاتو له امله اندېښمنه ده او د امریکا یو میلیارد ډالر مرستې کمېدل به هم د افغانستان اقتصادي حالت اغېزمن کړي.

هېډن پر افغان سیاسیونو هم غږ کړی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو او د کرونا سره د مخنیوی په موخه باید خپلمنځي اختلافات ختم کړي. خو نوموړې پر طالبانو هم غږ کړی دی چې په رښتني ډول سره دې د سولې خبرو ته کیني او مذاکرات دې پیل کړي. هېدن د افغان حکومت له لوری د بین الافغاني مذاکراتو  لپاره د پلاوي د اعلانېدو او د طالب بندیانو د خوشې کېدو هر کلی وکړ او دا یې یو اړین ګام بللی دی.

هېډن د طالبانو لخوا پر افغان امنیتي ځواکونو ورورستي بریدونه غندلي او د اوربند دې کمېدو غوښتنه یې کړې ده. د یادونې وړ ده چې د فبرودي په ۱۸ مه وروسته تر هغه چې ټاکنو کمیسیون ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ د سیاسیونو تر منځ اختلافات رامنځته شول.

د مارچ په نهمه کله چې ولسمشر محمد اشرف غني لوړې وکړه نو تر څنګ یې پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم ترسره کړل.

د یادو سیاسیونو تر منځ د اختلافانو د له منځه وړولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد تر هڅو وروسته هم یاد اختلافاتو ته لاره نه ده هواره شوې.

افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تر وروستی سفر د اختلافاتو د له منځه وړلو وروسته پر افغانستان د امریکا یو میلیارد ډالر مرسته هم بندې شوې.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف د امریکا له لوري د یادو مرستو د کمېدلو په اړه ویلي و چې د حکومت پر اساسي برخو به اغېز و نه کړي او هڅه به وکړي چې له نورو لارو دغه تشه ډکه کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button