افغانستان

یوناما: افغانستان له جګړې پاتې ناچاودو توکو له کبله تر ټولو زیانمنو هېوادونو کې شامل دی

اړوند خبرونه: 

افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو

د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د «ماینونو د خطرونو د پوهې نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې افغانستان د جګړې څخه پاتې انفجاري موادو له کبله تر ټولو زیانمن هېوادونو په ډله کې دی.

یوناما نن (جمعه، د حمل ۱۵مه) په یوه ویډیو کې لیکلي چې «د څو لسیزو جګړې په جریان کې، په لسګونو زره افغان وګړو د ماینونو او جګړې څخه پاتې انفجاري موادو له امله خپل ژوند یا د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.»

د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر زیاته کړې چې اوس د ماینونو د چاودنو ډېری قربانیان ماشومان دي.

یوناما ویلي چې د ماین پاکۍ کار یو سخت، خطرناک او پر لګښت بوخت بهیر دی او د پیښو د مخنیوي او د معیوبو کسانو د بیا توانمندۍ لپاره زده کړه ځانګړی اهمیت لري.

یوناما ټینګار کړی چې افغانستان د ماین پاکۍ لپاره د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ ته جدي اړتیا لري. دا ملاتړ نه یوازې ژوندونه ژغوري، بلکې د افغانستان د امن، ثبات او پرمختګ لپاره د راتلونکې پانګونه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د احصائیو له مخې، ۳.۳ میلیون افغان وګړي د ماینونو او انفجاري موادو په یوه کیلومتري شعاع کې ژوند کوي.

د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان د ماین پاکۍ لپاره د ۲۰۲۵ کال لپاره ۲۱.۹ میلیونه ډالر بودیجه غوښتې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button