کورني خبرونه

یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

یوناما په تازه راپور کې طالبان د بشري حقونو پر نقض تورن کړي دي

د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر”یونا” په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په خپل یو تازه راپور کې، چې تېرو دوو میاشتو مسایلو ته په کې ځای ورکړل شوی ویلي، چې اوس مهال د طالبانو په زندانونو کې ۱۵ زره کسان بندیان دي.

یوناما د دوشنبې په ورځ جولای ۱۷(چنګاښ ۲۶) په راپور کې ویلي:” د جون د میاشتې تر پایه پوري د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو شمېر کابو ۱۵۰۰۰ تنو ته رسیدلي چې په منځني ډول د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پوري چې د اوسنیو چارواکو د زندانونو ادارې هوډ درلود چې ویې ساتې له ۱۰۰۰۰ تنو څخه زیات شوي دي.”

په دې بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شته

د یوناما ددغه راپور پر اساس په دې بندیانو کې هغه شمېر ښځې او نجونې هم شاملې دي، چې د خپلې سزا موده يي پوره کړي او یا تشخیص شوي دي چې باید خوشې شي، خو د سپارلو لپاره د محرم د نشتوالي له امله اوس هم په بند کې دي.

یوناما ویلي، چې دغه موضوع د اوسنیو چارواکو د زندانونو د اداري مسؤلین د سختو ننګونو سره مخ کړي دي چې د کافي خوراک او روغتیا پالنې د خدمتونو په ګډون، د بندیانو سره د چلند د لږ تر لږه معیارونو د رعایت ډاډمنولو لپاره کافي سرچېنې نلري.

نور ولولئ: کابل ته د م.م د بشري حقونو شورا دځانګړي راپور ورکوونکي لومړنی سفر

یوناما د طالبانو د سترمې محکمې له قوله ویلي، چې د جون د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان له زندانونو څخه ۲۱۷۸ تنه بندیانو خوشې کیدل اعلان شوي او هم د ۴۸۹ تنو نورو د بند موده کې کموالی راغلی دی.

یوناما د طالبانو له حکومت څخه د فاریاب، جوزجان او سمنګان د ولایتونو په زندانونو کې د جنسي سو استفادې د ادعاګانو د څیړنو غوښتنه کړې، خو د طالبانو د پلټنې پلاوي د څیړنو وروسته پریکړه کړې، چې دا اعاوې بې اساسه دي.

د قضایي محکمې پرته وژنې

یوناما په خپل دغه راپور کې په افغانستان کې د محکمو د پر ېکړو پرته او د قانون د مخکني حکومت دیو شمېر پخوانیو پوځي منسوبینو وژنه هم تائید کړې ده.

یوناما د مثال په توګه د مۍ د میاشتې په ۱۷ د تخار په ولایت کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا، چې ویل کیدل د طالبانو د امنیتي ځواکونو پورې یې تړاو درلود د پخواني رژیم د پوځ د یو سرتیري وژل یاد کړي دي.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي: “د مۍ د میاشتې په ۲۴ نېټه د سمنګان په والیت کې د اوسنې چارواکو امنیتي ځواکونه، د پخواني افغان ملي امنيتي ځواکونو د یو منسوب کور تالشي کړ چې د تالشي په دوران کې دی هم په ډزو وویشتل او ووژل.”

د یوناما ددغه راپور له مخې د طالبانو له خوا په کابل او پنجشیر کې د ملي مقاومت د جبهې سره د اړیکو په تور د پخواني رژیم د امنیتي منسوبینو په خپلسر نیول او په بند کې اچول دوام لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button