هنر او ادب

یوه یوټیوبر د لیدونکو د پام وراړولو لپاره قصدا الوتکه غورځولې

په امریکا متحده ایالاتو کې هغه یوټیوبر چې د لیدونکو پام جلبولو لپاره یې په لوی لاس الوتکه غورځولې، د فدرالي پلټنو پر وړاندې د خنډ جوړولو اعتراف کوي

ټریور جیکب د الوتکې غورځېدو ویډيو د ۲۰۲۱ ميلادي کال دسمبر کې پر یو ټیوب خپره کړه او دا ویډیو تر اوسه دوه اعشاریه نهه میلیونه کسانو کتلې ده.

د جرم اعتراف په یوه هوکړه کې نوموړي ویلي چې د تولید ملاتړ یوې هوکړې له مخې یې الوتکه غورځولې وه. کېدای شي نوموړي ته د ۲۰ کلن زندان سزا ورکړل شي.

نور ولولئ: په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یوټیوب چلونکو فعالیتونه زیات شوي

پر پنجشنبه د امریکا عدلیې څانګې په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې دې ۲۱ کلن پیلوټ او پاراشوټر منلې چې د فدرالي څېړنو پر وړاندې د خنډ رامنځته کولو هڅه یې په لوی لاس کړې او د دې جرم اعتراف به هم کوي.

ښاغلي جيکب د سيلفي اخيستلو لپاره په الوتکه کې الوتنه کړې وه

د ۲۰۲۱ ميلادي کال په نومبر کې ښاغلي جیکب په یوه داسې الوتکه کې چې کمرې پکې ځای پر ځای شوې وې، د کالفورنیا ایالت له سانتا باربارا په یوازې سر الوتنه وکړه. ده له ځان سره د سیلفي تصویر اخیستو یوه اله او پاراشوټ هم اخیستي وو.

نوز ولولئ: غوره افغان یوټیوبران

د کالفورنیا څارنوالۍ په دې هکله وویل: ”ده هوډ نه درلود، چې خپل منزل ته ورسېږي، بلکې هدف یې دا و، چې له الوتکې به غورځي او له ځانه به داسې حال کې ویډیويي کلیپ ثبتوي چې پاراشوټ کې کوزېږي او الوتکه به داسې حال کې ښيي، چې وغورځېږي.”

هغه الوتکه له الوت ۳۵ دقیقې وروسته د لاس پادریس په ملي ځنګله کې وغورځېده

ځینو یو ټیوب لیدونکو ته بیا دا پېښه ځکه له پیله مشکوکه ښکارېده چې ښاغلي جیکب له لومړي سره پاراشوټ په ځان پورې تړلی و او په خوندي توګه یې د الوتکې کېنولو هيڅ ډول هڅه ونه کړه.

نور ولولئ: په 2023 کې د یوټیوب چینل پیل کولو لپاره غوره نظر

نوموړی به راتلونکو څو اوونیو کې محکمې ته وړاندې شي.

د یادونې ده چې د پیلوټ په توګه ده ته ورکړل شوی جواز تېر کال چارواکو لغو کړ.

د دې موضوع په هکله د ښاغلي جیکب مدافع وکیل د پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button