نړیوال خبرونه

یو امریکايي افسر: افغانستان کې د پخوانيو پوځیانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی

د امریکا د سمندري ځواکونو دغه پخوانی افسر زیاتوي چې که طالبان پخواني پوځیان و نه وژني نو لوږه یې هم وژني

د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني افسر د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، چې طالبان د پخوانیو پوځیانو او د هغوی د کورنیو په لټه کې دي.

هغه د دغو پوځیانو اقتصادي وضعیت ته په کتو وایي، که طالبان هغوی و نه وژني او بندیان یې هم نه کړي؛ خو لوږه او وزګارتیا هغوی ګواښي او وژني یې.

۱۲۷۹ تنه فوځیان او بریدملان له پوځي زدکړو دفراغت اسناد تر لاسه کړل

کپیټان مایکل سېزمار د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د شاهدۍ ورکولو کمېټې ته وویل، چې په ډېر شمېر کې پخواني پوځیان او د هغوی د کورنیو غړي د طالبانو له‌خوا وژل شوي او دغه لړۍ لا روانه ده.

د افسرې مېرمنې په مخکې د هغې مېړه اعدامېدل

هغه د هغې افسرې مېرمنې یادونه وکړه، چې د مېړه په مخکې یې اعدام شوه، له یو دوولس کلن ماشوم سر په بنجشېر کې پرې شو، د پخواني امنیت دوه غړي په دار وځړول شول، سره له دې چې طالبانو دوی ته د عفوې په نامه سندونه هم ورکړي وو.

د امریکا د سمندري ځواکونو دغه پخواني افسر وویل، چې پخوانیو افغان افسرانو د امریکايي ځواکونو سره څنګ په څنګ په رښتیني ډول خدمت کړی؛ خو نن په سپین میدان پاتې دي.

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو روغتیايي وضعیت خراب دی

نور ولولئ: له طالبانو د ولس عمومي کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي

نور ولولئ: کابل ته د م.م د بشري حقونو شورا دځانګړي راپور ورکوونکي لومړنی سفر

هغه وویل، د هغو افغان پوځیانو په اړه یې معلومات راغونډ کړي چې یا وژل شوي او یا هم ځورول شوي دي.

یو شمېر نورو پخوانیو امریکایي پوځیانو هم په دغې غونډه کې د پخوانیو افغان پوځیانو د نیولو او د هغو ګواښونو په اړه شمېرې وړاندې کړې، چې نن سبا هغوی او د هغو کورنۍ ورسره مخامخې دي.

e0cd4146839f063c1cd39393f536a8f5c64b08b1 1786x1019
د امریکا د سمندري ځواکونو افسر کپیټان مایکل سېزمار 

امریکا ته د تګ په خاطر په وېزو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه

یو بل پخواني امریکايي پوځی د پخواني حکومت د هغو څارنوالانو وضعیت ډېر بد وباله، چې له امریکایي او نورو نړۍوالو ځواکونو سره یې کار کاوه او اوس په خپلو کورونو کې د بندیانو په شان ژوند کوي.

هغه له کانګرس او بهرنیو چارو له وزارته وغوښتل، چې د دغو کسانو لپاره دې د ویزو په ورکولو کې اسانتیاوې ډېرې او دغه بهیر دې ګړندی کړي.

نوموړي د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د شهادت ورکولو پر مهال وویل، چې د افغانانو سره دغه کړه وړه کېدای شي په راتلونکې کې له امریکا سره د خلکو پر کړو وړو بدې اغېزې پرې باسي.

طالبانو بیا واک ته په رسېدو پخواني نظامیان شنکجه او وژلي دي چې لا هم دغه لړۍ روانه ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button