ځاییکورني خبرونه

یو جاپانی انجینر غواړي چې د تتسو ناکامورا پاتې پروژې بشپړې کړي

یو جاپانی انجینر ددې لپاره افغانستان ته راغلی تر څو د تتسو ناکامورا نیمګړي پروژې سرته ورسوي

دا یو تقاعد شوی جاپانی انجینیر دی چې د تتسو ناکامورا د بشردوستانه مرستو دوام او د نوموړي د نیم‌کړیو پروژو بشپړېدو لپاره افغانستان ته راغلی دی.

نوریو اووا له څه مودې راهیسې افغانستان کې د تتسو ناکامورا پر نیم‌ګړو پروژو کار روان کړی او د اوبو رسونې ترڅنګ د شاړو ځمکو د زرغونتیا هڅې یې هم پیل کړې دي.

اووا ویلي، زموږ وړتیا د ناکامورا په پرتله لږه ده

د جاپان اساهي شېبمون ورځ‌پاڼې نن «شنبه، ډسمبر ۲۳مه» پر خپل وېب‌سایټ په خپور کړي راپور کې د اووا له قوله ویلي: «موږ به خپلې تجربې او پوهه له محلي متخصصانو سره شریکه کړو او استفاده به ترې وکړو، که څه هم موږ د ناکامورا وړتیا او عمل په پرتله د مقایسې وړ نه‌یوو.»

اووا د روان کال سپټمبر میاشت کې د افغانستان ختیځ کې د یوه کال جوړېدو لپاره یادې سیمې ته ورغلی چې دغه کانال د ۳-۴ کیلومټره په اوږدوالي سره جوړېږي.

نور ولولئ: د ډاکټر ناکامورالورافغانستان ته راځي

نور ولولئ: نن د تیتسو ناکامورا د وژل کېدو څلورم کال پوره شو

ډاکټر تتسو ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر څلورمه په ننګرهار کې د یوه وسله‌وال برید پر مهال ووژل شو چې تراوسه یې د وژنې پړه چا پر غاړه نه‌ده اخستې.

د ناکامورا د ترور په اړه پخواني چارواکي وايي

د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاخیل هغه وخت وویل چې د ناکامورا ترور په پاکستان کې پلان شوی و او هغه کس چې د ناکامورا په ترور کې یې لاس درلود، د ټي ټي پي غړی و، خو د نکامورا د ترور په اړه هغه وخت وسله والو طالبانو چوپتیا خپره کړه، ځکه دوی به د دیني علماوو او خیریه کارکوونکو د ترور او وژنې په اړه مسئولیت نه اخیسته.

داسې ویل کېږي چې ناکامورا د کونړ سیند د اوبو راګرځولو په خاطر د پاکستان استخباراتو په لارښوونه ترور شوی دی.

ناکامورا په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو او د خیر ښې ګېڼې فعالیتونو له امله د ګڼ‌شمېر افغانانو په زړونو کې ځای درلود او لاهم د نوموړي ویر کوي.

د افغانستان ختیځ کې د نوموړي له وژنې وروسته د اوبو لګونې او د شاړو ځمکو د زرغونتیا پروژې په ټپه ودرېدې چې اوس یې نوریو اووا د هغه دې پروژو بشړتیا ته ملا تړلې ده.

اوس مهال طالبان چې واک ته رسیدلي، هم د ناکامورا کړنو ستاینه کوي تر څو د خلکو پام بل لور ته واړوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button