۲۰کلن اسپانوی د لندن د ویمبلدون ټینس جام اتل شو
شلکلن اسپانوي په یوه خورا سخته سیالي کې اسپانیې ته اتلولي وګټله
اسپانوي ۲۰ کلن کارلوس الکاراز د نړۍ او بریتانیا د ټینس ستر جام ویمبلدون په یوه سخته سیالۍ کې وګاټه.
ددې جام په وروستۍ لوبه کې الکاراز د نړۍ او صربستان د نامتو اتل نوواک جکویچ سره مخامخ و چې تر اوسه یې د ریکارډ په کچه د نړۍ د ټینس ۲۳ «ګرند سلیم» جامونه ګټلي او فکر نه کېده چې نوموړی دې ماته وخوري او جام کې اکاراز وګټي.
نور ولولئ: فوټبال: افغان ښځینه لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه
شل کلن اسپانوی لوبغاړی الکاراز د بل اسپانوي ټینس باز رفایل نادال وروسته ددې هیواد دوهم لوبغاړی دی چې د ټینس نړۍ یې تسخیر کړې او کله چې د لوبې میدان ته ښکته شي نو بهترینه لوبه کوي.
د دوو میدانونو په مقابل کې د لوبې ګټل
د الکاراز له امله ناواک خپل ریکارډ غښتلي کولو کې پاتې راغی او د خپل سخت حریف له لوري یې سخته ماته وخوړه چې له همدې امله په نړۍ کې د رسنیو د خبرونو سرټکی شو.
الکاراز دا لوبه درې د دوو میدانونو په مقابل کې وګټله. که ناواک دا لوبه ګټلای وای دا پنځم پرله پسې ځل وای چې دا جام یې ترلاسه کاوه. ناواک چې غوښتل یې خپل نړیوال ریکارډ نور هم پیاوړی کړي، د جایزو د ورکولو پر وخت یې د مرکې پر مهال وژړل.
ددې جام په ګټلو سره د الکاراز د سترو جامونو (ګرند سلیم) شمیر دوه شو. هغه ډیر ځوان دی او د ټینس مبصرین اټکل کوي چې روښانه راتلونکې لري.
هغه د جام له ګټلو وروسته د جایزې اخیستلو په مراسمو کې وویل چې : «دا یوه هیله وه چې پوره شوه.))
په نړۍ کې د ټینس ستر جامونه
د نړۍ د ټینس څلور ستر یا ګرند سلیم جامونه عبارت دي د استرالیا د میلبرون جام، د فرانسې د پاریس جام ، د لندن د ویمبلدون جام او د امریکا د نیویارک د یو اس اوپن جام څخه.
نور ولولئ: افغانستان په کرکټ کې شري لنکا ته ماته ورکړه
الکاراز ددې جام د ګټلو تر څنګ شاوخوا ۲.۳۵ میلیونه بریتانوي پونډه ترلاسه کړل او جکوویچ شاوخوا ۱.۷۵ میلیونه پونډه وګټل.
ددې لوبې لیدلو ته د بریتانیا د شاهي کورنۍ او سیاستوالو تر څنګ د اسپانیا پاچا هم تللی و او د جام د ورکولو وروسته یې د خپل هیواد ځوان لوبغاړي ته مبارکي وویله. د لوبې د نندارچیانو په منځ کې د نړۍ د سپورت، سینما او موسیقۍ مشهورو څیرو هم له دې سیالۍ نه خوند واخیست.