ټکنالوجيځایی

۲۰۲۳ کال کې هغه ګیمونه چې ډېرې پیسې ګټي

په نننۍ ډیجټلي دنیا کې ځینې ګیمونه شته چې تاسو ته د پیسو ګټلو موقع درکوي

څه ډول به غوره وي چې د ګیمونو په واسطه پیسې وګټو او په دې ډول خپل عاید ډېر کړو، په دې اړه به موږ په دې مقاله کې ورباندې بحث وکړو.

نور ولولئ: پر چټ جي پي ټي د پیسو ګټلو لارې چارې

له ۱۰۰۰ زیات داسې ګیمونه دي چې په وړیا توګه انلاین پیدا کېږي او تاسو یې کولی شی، خو که چېرته تاسو منظم فیس ورته تحویل کړی، نو تاسو کولی شی په انلاین بڼه پیسې هم ورباندې وګټی. په دې مقاله کې څو هغه ګیمونه ښودل کېږي چې تاسو یې په کولو سره ډېرې پیسې تر لاسه کوی.

ولې دغې ګیمونه تاسو ته د پیسو ګټلو چانس درکوي؟

تاسو به د خپلې خوښې ګیمونه له لېست انتخاب کړی او بیا به یې کوی لکه ارکېډ، معما، سپورټ، بورډ ګیم، کارډ ګیم، اکشن ګیم او داسې نور. دا ډول ګیمونه ٪۱۰۰ قانوني دي او تاسو ګټلي پیسې هم په کې نه ورکېږي.

په دې ګیمونو کې ایم پی ایل (MPL) هغه ګیم دی چې ښه ساعتیري لري او پیسې هم درکوي. دا ګیم یو هندي جوړ کړی چې تاسو ته د پیسو ګټلو وړیا چانس درکوي. دغه آپ تاسو ته د ۶۰ بېلابېلو ګیمونو شکلونه درکوي او هر یو چې ستاسو خوښ و، هغه ډاونلوډولی او کولی شی. په دې کې زیات مشهور ګیمونه فنټیسي کرکټ، پوکر، رمي، لاډو، کال بریک او نور دي چې تاسو ته په ګیم کولو پیسې هم درکوي.

نور ولولئ: ویډیو ګیم د وخت ضایع ده او که ګټه هم لري؟

ایم پی ال د انډرایډ او آیسو ټولو مبایلونو لپاره موجود دي. رمي یو بل مشهور کارډ ګیم دی. ددې ګیم زده کړه ډېره اسانه او ساده ده چې تاسو له زده کړې وروسته ورباندې پیسې ګټلی شی. دا ګیم په دوو معیاري تختو یا بورډونو باندې کېږي او په دې کې دوه لوبغاړي هم موجود وي.

د اپینیو ګیم څه ډول ګیم دی؟

که چېرته تاسو د سوالونو له ځوابولو سره مینه یا علاقه لری، نو دا ګیم ستاسو لباره غوره دی. د ایم پي ایل اپینیو ګیم یو تجربه شوی ګیم دی چې ډېری خلک یې کوي. ددې ګیم لویه ګټه داده چې تاسو ته د پیسو ګټلو ښه چانس درکوي. تاسو په دې ګیم کې سوالونه مطرح کوی او نور یې ځوابوي یا نور سوالونه مطرح کوي او تاسې یې ځواب ورکوی چې په دې توګه تاسو هم خپله پوهه لوړوئ او هم پیسې ګټی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button