هنر او ادب

۳۴ کلنه اداکاره “پرینتي چوپړا” مجرده ده

پرینیتي چوپړا ادعا کړې چې اوس یې په ژوند کې هلک نشته خو د واده خبرې روانې دي.

هغې وويل: “غواړم چې په ژوند کې وروسته واده وکړم او ماشومان ولرم.” پرینیتي زیاته کړه چې د پرینکا چوپړا په څیر، هغه هم په خپل مسلک او ژوند کې ښه توازن غواړي.

پرینیتي چوپړا د هند د فلمي صنعت له ښکلو اداکارانو څخه ده. د دې تر څنګ خلک د هغې ښه اداکاري هم خوښوي. د اداکارانو تر ټولو لوی کیفیت دا دی چې هغه تل خپل کار ته ډیره پاملرنه کوي.

تاسو شاید په دې خبر نه یاست چې دا ۳۴ کلنه اداکاره لاهم مجرده ده. دا ادعا پخپله پرینیتي په خپله وروستۍ مرکه کې کړې ده.

پرینیتي چوپړا له هندوستان ټایمز سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې اوس یې په ژوند کې هلک نشته خو د واده خبرې روانې دي. هغې وویل، غواړي واده وکړي او د ژوند ملګری ولري.

د چوپړا د کوژدې افشا شوی راز

د بالیووډ مشهورې اداکارې پرینیتي چوپړا او د عام آدمي ګوند مشر راګو چډا د کوژدې نیټه افشا شوه.
د پرینیتي چوپړا او راګوو چډا نږدې اړیکې له هغه وخت راهیسې جریان لري کله چې دواړه په لومړي ځل په یوه رستورانت کې په آرامه حالت کې سره ولیدل شول.

دلته کلیک وکړئ: د هندۍ فلمي ستورې جیاخان ځانوژنې ته پر هڅولو تورن کس لس کاله وروسته بې ‌ګناه بلل شوی

څو ورځې وړاندې هندي رسنیو ادعا کړې وه، چې دوی دواړو کوژده کړې او اوس یې د واده تیاریانې روانې دي. خو اوس یو ځل بیا ادعا کیږي چې کوژده به د راتلونکې میاشتې په ۱۳مه ترسره شي. که چېرته دا کوژده وشي نو د هغو هندي مئینانو پر مخ درنه څپېړه ده چې د چوپړا واده ته یې لومه اچولي ده، خو بل لور ته د سینما ځینې ستوري باور لري چې پرینتي چوپړا به کوژده ونه کړي، خو دا هر څه به د راتلونکې میاشتې په ۱۳ سمه نېټه معلومېږي ځکه که شپه تیاره ده، خو مڼې په شمار دي.

د بالیووډ اداکارې څه ویلي دي؟

د بالیووډ اداکارې یوه نږدې ملګري په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې کوژده به د راتلونکې میاشتې په ۱۳ مه په نوي ډیلي کې ترسره شي، چې نږدې خپلوان او ځینې ملګري به پکې ګډون وکړي.

نور ولولئ: بوميکا چاولا په «کيسي کا بهای کيسي کا جان» فلم کې د سلمان خان د مور رول لوبوي

تېره میاشت هندي رسنیو ادعا وکړه چې د پرینیتي چوپړا د تره ، د نړۍ د مشهورې اداکارې پرینکا چوپړا به د اکتوبر په میاشت کې هند ته د یوه فلم فیسټیوال لپاره راشي او په همدې میاشت کې به واده وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button