سات تيري

۷۰ کلنې افریقايۍ ښځې غبرګوني ماشومان زیږولي

ډیلي میل ورځپانه وايي چې افریقا کې ۷۰ کلنې مېرمنې غبرګوني ماشومان زیږولې

دا پېښه نړیوالو رسنیو ته ډېره جالبه ده او د روغتون مسئولین هم حیران ده چې یوه ۷۰ کلنه ښځه غبرګوني ماشومان زیږوي.

د افریقا په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې ښځې د ای في ایف (IVF) طبي درملنې په مرسته غبرګونې ماشومان زیږولي دي.

نور ولولئ: اديه او ادريېل د ګينس په کتاب کې نوی ریکارډ جوړ کړ

د روغتیا برخې د مسولینو معلوماتو له مخې، سفینې د یوګانډا په پلازمېنه کمپالا کې په یوه روغتون کې یو هلک او یوه نجلۍ زیږولې ده. د دې غبرګونو مور سفینې له ځايي رسنیو سره د خبرو پر مهال دا یوه معجزه بللې ده.

د روغتون مسئولینو دغې ښځې ته مبارکي ویلي

د روغتون استازو سفینې ته د مبارکۍ ویلو پرمهال وویل، چې دلته د طبي بریا پرتله د انسان روحي پیاوړتیا ډېره مهمه ده.

د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې په ۲۰۱۹ کال کې هم په هند کې یوې ۷۳ کلنې مېرمنې د ای في ایف ( IVF) درملنې په مرسته غبرګوني ماشومان زیږولي وو.

د یوګانډا د ښځو نړیوال روغتون او د زیږون مرکز په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “موږ یوه بې مخینې چاره ترسره کړه، افریقا د ډېر عمر مور په ۷۰ کلنۍ کې دوه ماشومان وزېږول. ”

نور ولولئ: د جنسي اړیکې پر دغو رازونو پوهېدی؟

د روغتون د معلوماتو له مخې دغه ماشومان د چارشنبې په شپه پیدا شوي دي. د مور او ماشومانو روغتیايي حالت ښه دی.

هغه څه ډول امیدواره شوه؟

سفینې د یوګانډا ډیلي میل ورځپاڼې ته وویل، چې د هغې میندواري خورا ستونزمنه وه ځکه د هغې د ژوند ملګری چې خبر شو دا غبرګونې ماشومان زیږوي، نوموړې یې پرېښوده او ورنه لاړ.

سفینه وايي: “که تاسو له یوه زیات ماشومان وزېږوئ، دا د نارینو نه خوښېږي. له هغه وخته چې زه روغتون ته داخله شوې یم، ده (خپل ملګری) بیا خپل مخ نه دی را ښکاره کړی”.

سفینې په دریو کلونو کې دوه ځلې ماشومان زیږولي دي. تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې هم هغې لور زېږولې وه.

نوموړې وايي، غوښتل يې نور اولادونه هم ولري، ځکه د دې ماشومان نه کېدل او خلکو به تل پرې ملنډې وهلې.

“ما به د خلکو د ماشومانو پالنه کوله او کله به چې لوی شول، زه به یې پرېښودم. ما به تل دا سوچ کاوه چې کله زه زړه شم زما خیال به څوک ساتي. ”

دا څرګنده نه ده، چې آیا سفینې خپلې تخمې کنګل کړې وې او که یې د ماشومانو د زیږون لپاره له مرستندویه کسانو اخیستې وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button