ستاسې اند او نظر

اوه خبرې دځان خوښ ساتلولپاره

د خوشحاله ژوند ټېرولولپاره ځینې لارې چارې دي چې دلته یېلوستلئ شئ

 د امریکا د یېل پوهنتون د دماغي زده کړو او روانپوهنې پروفیسوره لوری سانتوس وایي: خوشحالي داسې څه نه ده چې پخپله کېږي، بلکې که موږ یې تمرین وکړو، نو دایې ښه لاره ده.

دا وایي: ساینس ثابته کړې چې د ځان خوشحالول یو ډول خوارۍ ته اړتیا لري دا اسانه کار نه دی، وخت غواړي نو غوړه لاره یې تمرین دی.

ښه خوب انسان خوشحالوي: که تاسو هڅه وکړئ د یوې اونۍ لپاره هره شپه ۸ ساعته خوب وکړئ دا به مو خوشحاله وساتي، ځکه دا نه یوازې ستاسې ستړیا له منځه وړي، بلکې بېرته مو تازه او ځواکمن ساتي.

ژور سوچ: لس دقیقې یوازې او په سوچ کې تېرول ډېره ګټه لري نه دا چې ټوله ورځ په سوچ او خپګان تېره شي، د فکر او سوچ لپاره باید یو ځانګړئ وخت وټاکو، نو کله چې دا لس دقیقې سوچ کوئ، سترګې پټې کړئ او ژوره ساه واخلئ، نو ډېر به مو ارام کړي.

 تل مثبت فکر وکړئ: مثبت فکر مو له غم او خپګان څخه ژغوري او همدا فکر تاسو ته مثبته انرژي درکوي، چې تل خوشحاله اوسئ.

له کورنۍ او ملګرو سره وخت تېر کړئ: تل د هغه خلکو سره وخت ډېر تېر کړئ کوم چې ډېر درباندې ګران وي. څېړنې ښیي هغه خلک چې له کورنۍ او ملګرو سره ډېر وخت تېروي تر یوازې خلکو خوښ وي او د خوښۍ هورمون هم ډېروي.

 هڅه وکړئ چې په اوس کې ژوند وکړئ: نه دا چې د پخوا په هکله په سوچونو کې ډوب واوسئ او یا هم د راتلونکې په هکله فکر وکړئ نو فقد یوازې د اوس په هکله سوچ وکړئ.

 مجازي نړۍ څخه ځان لري کړئ: په مجازي نړۍ کې اوسېدل کېدای شي موږ ته د خوښۍ ناسم احساس راکړي، نو که غواړئ چې په ژوند کې په ریښتني ډول خوشاله واوسئ نو له ټولنیزو رسنیو ځان لرې وساتئ او خلکو سره مخامخ وخت تېر کړئ.

د نورو په هکله فکر کول پرېږدئ، د دې پر ځای چې نورو په هکله فکر کوئ ځان په اړه فکر وکړئ. ځکه د نورو په هکله فکر کول ستاسي ذهن ګډوډوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button