سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

آيا په بهولا فلم کې اجي ديوګن د خپلې لور ليدو ته رسيدلی شي؟

د باليووډ فلمي نړۍ تر ټولو نوی فلم «بهولا» داخلي او بهرنی خرڅلاو ۴۹ هندي کروړو ته ورسېد

د باليووډ فلمي نړۍ تازه راوتلی فلم بهولا په خپله لومړنۍ کاري دوشنبه چې سینماګانو ته وړاندې شو چې پنځه کروړه روپۍ یې وګټلې او مجموعي خرڅ يې ۴۹ هندي کروړو ته ورسيد.

ځينې فلمي کارپوهان وايي چې د اختر تر رارسيدو او د کيسي کابايي فلم تر راوتلو به بهولا ښه بازار ولري.

بهولا د هندي سينما تر ټولو نوی خپور شوی فلم دی چې د روان ميلادي کال په مارچ مياشت کې نندارې ته وړاندې شو.

د بهولا فلم مرکزي لوبغاړی اجي ديوګن دی او د فلم نور ستوري تابو او سانجي ميشرا دي.

د فلم په کيسه کې راځي چې اجي ديوګن ۱۰ کاله په زندان کې وي او له زندان وروسته د خپلې کوچنۍ لور ليدو ته ورځي. د ده سفر هغه وخت سختيږي چې د لارې په نيمايي کې نيول کيږي. هغه په لومړيو کې د هغه سخت حالت نه خبر نه وي چې دی پکې وي خو د يوې ليونۍ واقعې وروسته بايد ډېره ترينګلې لاره ووهي چې په هر شیبه يې ژوند له خطر سره مخ وي. ايا هغه د خپلې لور ليدو ته رسيږي؟ هغه پوښتنه ده چې د فلم له کتلو وروسته درته ځوابيږي.

د بهولا فلم پر یو اکشني او جنایي داستان راڅرخیږي

بهولا د هندي سينما (باليووډ) تر ټولو نوی نندارې ته وړاندې شوی فلم دی چې يو اکشني، جنايي، پېښه‌ييز، ننداره‌ييز او تلوسه لرونکی فلم دی. په نوموړي فلم کې د اجي ديوګن سره تابو، سانجي ميشرا، آمالا پل، رای لاکسمي، کايران کومار، لوکش ميتال او نور شتون لري.

نوموړی فلم د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې په ۳۰مه نېټه په رسمي توګه نندارې ته وړاندې شو.

د بهولا فلم مخاطبان عام او ټول دي يانې کومه سني او جنسيتي استثنا نه لري چې ۲ ساعته او ۱۰ دقيقې دی چې د MKV په فارمټ کې جوړ شوی دی.

نور ولولئ: په نږدې راتلونکې کې به پټان فلم په چين، جاپان او جنوبي کوريا کې په ځينو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي

د بهولا فلم د دريو کمپنيو: Ajay Devgn Ffilms، Dream Warrior pictures او Reliance Entertainment له لوري جوړ شوی او خپور شوی دی او کيسه یې آنکوش سينګ، لوکش کناګاراج، شريدار دوبي، سنديپ کولاني او عامل کيان په شريکه ليکلې ده.

نوموړی فلم تر اوسه يوازې په هندوستان، امريکا، انګلستان او فرانسه کې نندارې ته وړاندې شوی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button