ټکنالوجي

آیا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو د دندو ځای ونيسي؟

په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا مخ پر زیاتیدونکې پرمختګ او د انسانانو پر ژوندانه په تېره بیا پر کار او دندو باندې یې اغیزې،‌ ګڼ شمېر کتوونکي هیښ کړي دي

په اوسني دور کې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ زده کوونکي کولای شي د ازموینې لپاره مقالې ولیکي او انځورونه یواځې د خبرو له لارې رسم کېدلای شي، د دغه نوي پديدې اغیزې په ټولنو کې حس شوي او اندیښنې يې را پارولي دي.

نور ولولئ: مېټا هم د (چټ جي پي ټي) سیال معرفي کوي

پداسې حال کې چې مصنوعي ځیرکتیا لا تر اوسه د ورځني ژوند پر ټولو برخو خپله بشپړه اغیزه نه ده خوره کړې، خو د یوې قوي اقتصادي زلزلې ګنګوسې ورځ تر بلې زور اخلي.

د نیویارک پوهنتون د اروا پوهنې متقاعد استاد او انسان د ماشین پر وړاندې د پروګرام لیکونکی، ګري مارکس د اوبر شرکت سره ددغه مخ پر ودې ټکنالوژۍ په منلو کې مرسته کړې ده

نوموړی وايي، پداسې حال کې چې ځینې کارونه لکه د الکترونیکي‌ لوبو لپاره د سوداګریزې انیمیشونونه جوړول لا دمخه د مصنوعي ځیرکتیا له خوا ګواښل شوي‌ دي، خو ددې سره سره د مصنوعي ځیرکتیا اقتصادي اغیزه محدوده ده.

د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د ماشومانو د زده کړې سره د مرستې لپاره د خانمیګو په نامه د جوړ شوي سافټ ویر څښتن سل خان وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا احتمالي اقتصادي اغیزو ته په کتو سره، نوموړی له دې لارې د ګټې ترلاسه کولو ته خوشبینه دی.

نور ولولئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

هغه د کاروبار په مارکیټ‌ کې د مصنوعي‌ ځیرکتیا پرمختګ ته کتو وویل:” ایا مصنوعي ځیرکتیا به د کاروبار مارکيټ له خنډ سره مخامخ کړي؟ رېښتیا ووایم، زه یې په ځواب نه پوهیږم.‌ خو ډاډه یم چې مصنوعي‌ ځیرکتیا به د زیاتې ګټې وټې لامل شي.”

همدا راز ښايې د حقوقې او قانوني څانګې او په ځانګړې توګه د کاپي رايټ وکیلان د مصنوعي‌ ځیرکتیا څخه ګټه ترلاسه کړي

د دې ترڅنګه، ګیري مارکس د مصنوعي ځیرکتیا د څارنې لپاره د یوه نړیوال سازمان د جوړولو غوښتونکی دی.‌

هغه زیاته کړه:” زه د مصنوعي ځیرکتیا د څارنې لپاره د یوه نړیوال سازمان د جوړولو غوښتونکی یم. فکر کوم په دغسې یوه سازمان کې د شرکتونو او حکومتونو څخه د پوهانو یوې ډلې ته اړتیا لیدل کیږي. زه فکر کوم دا ډیره مهمه ده چې موږ د بشر په توګه دغو ټولو شیانو ته سوچ وکړو او دغه کار یواځې حکومتونو ته پرې نږدو چې هر تصادفي کار بیله دې چې پوهه یې ولري، تر سره کړي.”

نور ولولئ: چین مصنوعي ځیرکتیا په وسلو کې کاروي

دا مصنوعي ځیرکتیا او پرمختګ په اړه یې دغه خبرې پداسې حال کې کیږي، چې د چټ جي پي‌ ټي په نوم د مصنوعي ځیرکتیا وتلې ویب پاڼه په تیرو میاشتو کې په پراخه کچه د خلکو پام ځانته را اړولی دی. خو تر اوسه یې د پام وړ ګټه ترلاسه کړې نه ده. همدا راز د اوپن اې ای شرکت چې د چټ جې پي ټي مالکیت لري، تیر کال ۵۴۰ میلیونه ډالره زیان ولید.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button