ژوند او ټولنه

اته کلنه هندۍ د “راهب” کېدو په خاطر له ۵۰ میلیون پاونډ ارزښمن الماس تېره شوه

دا انجلۍ د جین ایزم پیروه ده او ددې مذهب پیروان له مادیاتو تېرېږي او له نړۍ مخ اړوي

د دانش اوامی سنګوۍ مشره لور دیوانشي، هم دنیايي چارې پرېښې وې او راهبه شوې. د سنګوۍ کورنۍ په هند کې د جین ایزم د څلورنیم میلیونه پیروانو څخه یوه ده. دا په نړۍ کې یو له پخوانیو ادیانو څخه دی چې ۲۵۰۰ کاله مخکې په هند کې رامنځ ته شوی.

څېړونکي وايي، د جين مذهب د پيروانو شمېر چې له مادياتو او نړۍ څخه مخ اړوي، په دې وروستيو کلونو کې په بې ساري ډول زيات شوی دی، که څه هم د دوی په منځ کې د دوانشي په شان په کم عمر کې راهبه کېدل لږ تر سترګو کېږي.

د جین راهب پر وړاندې د هغې لوړه

د روان کال جنورۍ میاشت کې د هند د ګجرات ایالت په سورت ښار کې په یو لړ مراسمو کې، دیوانشي د لسگونو زرو خلکو په مخ کې د یو مهم جین راهب په وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل او له دنیايي چارو یا دیکشا یې لاس واخیست.

نور ولولئ: سیکان: پاکستان کې راباندې ترهګریزې حملې زیاتې شوي

هغې چې له خپل مور او پلار سره یې په دې مراسمو کې ګډون کړی و، د سرو زرو اوبدل شوې ورېښمینې جامې یې اغوستې وې او د الماسو تاج یې پر سر و.

تر مراسمو وروسته، هغه د نورو راهبانو په منځ کې ودرېده، اوبدلې شوې پنډې سپینې جامې یې اغوستې وې او سر یې هم خریلی و. په انځورونو کې دا هم ولیدل شول چې په لاس کې یې جارو دی، باید د خپلو پښو شاوخوا په پرله پسې ډول پاکه کړي، هسې نه چې په تصادفي ډول یې خزندې تر پښو لاندې نه شي او مړه یې کړي.

هغه مهال د هند په ممبۍ کې د سنګوۍ کورنۍ سوداګرۍ ځای سره په خوا کې جشنونه جوړ شوي وو.

له دنیا د دیوانشي مخ اړول

که څه هم د جین مذهب لارویان د دا ډول عمل ملاتړ کوي. خو له دنیايي چارو د ديوانشي وتل او د هغې راهبه کېدلو بحثونه راپورته کړي دي. ان د دې مذهب د لارویانو تر منځ هم داسې خبرې دي چې وايي ولې یې کورنۍ د هغې تر لویېدو انتظار ونه کړ.

ښاغلي شاه چې ددې مذهب یو غړی دی ورته د دیکشا په مراسمو کې بلنه ورکړل شوې وه خو په مراسمو کې یې له ګډونه انکار کړی و، ځکه په دې ډول یې د یوه ماشوم مذهبي کېدل نه شو منلی. هغه په دې باور دی، “هېڅ مذهب یا عقیده باید اجازه ورنکړي چې ماشومان راهب شي او یا دنیايي چارې پرېږدي.”

شاه پوښتي: “هغه لا تر اوسه ماشومه ده، ددې ټولو پېښو په اړه د هغې نظر څه دی؟” “ماشومان ان تر ۱۶ کلنۍ نه شي کولای پرېکړه وکړي.”

په ټولنه کې یو شمېر نورو کسانو هم په دې عمر کې له کورنۍ څخه د یوه ماشوم پر جلا کېدو خپل خپګان او خواشیني څرګنده کړې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button