هنر او ادب

اجی دېوګن به په راتلونکي فلم کې څه ډول راښکاره شي؟

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښ اداکار اجي دېوګن د خپل راتلونکي نوي فلم (ګنګو بایي کاټیا واړي) کې خپل عکسونه خپاره کړل او هغه به په همدې سټایل کې راښکاره شي

اجي دېوګن د ټولنیزې رسنۍ پر مشهوره ویبپاڼه انستاګرام دا تصویر خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي چې، له خپلې نوې بڼې سره په ډېر ښه ډول راښکاره شي.

نور یی ولوله | اریانا سعید په اروپايي پارلمان کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه بحث کړی

نوموړي د خپل راتلونکي نوي فلم (ګنګو بایي کاټیا واړي) په اړه هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي، چې د دې فلم ټریلر به سبا د جمعې په ورځ خپور کړي.

د ویلو ده چې په یاد فلم کې له اجي دېوګن سره د بالیووډ ځوانې، ښایسته او تکړه اداکارې عالیه بټ هم کار کړی او مرکزي رول یې ورسره لوبولی دی.

د ګنګو بایي کاټیا واړي فلم چې د مشهور فلم جوړونکي سنجې لیلا بنسالي لخوا جوړ شوی، چې د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۵مه به خپور شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

یوه تبصره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button