نړیوال خبرونه

احدي: د افغانستان شتمنۍ کنګلول سیاسي موضوع ده

د افغانستان د شتمنیو کنګل کول

د افغانستان د وجهي صندوق د بورډ یو غړی وايي، د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل یوه سیاسي موضوع ګرځېدلې ده

انورالحق احدي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې زیاتوي، په سویس کې د افغانستان د وجهي صندوق له جوړېدو د یوې میاشتې په تېریدو سره، د هېواد ۳٫۵ مېلیارډ ډالره شتمنۍ د امریکا له مالیې وزارت څخه یاد صندوق ته نه‌دي لېږدول شوي. 

د افغانستان اماني صندوق بورډ.

د افغانستان اماني صندوق بورډ غړی انوارالحق احدي وايي: «د دې پیسو کنګلو سیاسي وو او دا چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژندل کېږي، طبعاً دا برخه سیاسي ده. که خدای وکړل دا سیاسي ستونز حل شي، د دې صندوق شتون ته هېڅ اړتیا نه‌شته او ژر تر ژره دا صندوق له منځه ځي او دا پیسې د افغانستان مرکزي بانک ته لېږول کېږي. ښاغلی احدي چې د اماني صندوق له څاروونکو دی، ډاډ څرګندوي چې د افغانستان د ۳.۵ میلیارده ډالرو شتمنیو له بېځایه لګښت به مخنیوی وشي

نور یی ولوله | د امنیت شورا ځانګړې غونډې ګډنوالو په افغانستان کې د ښځو وضعیت وڅېړه

نور یی ولوله | د نړۍ ۲۷ هېوادونو په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

د افغانستان اماني صندوق بورډ غړی زیاتوي: «د پیسو مصرف د رایو په اتفاق پر بنسټ دی، که یو نفر مخالفت وکړي، پیسې نه مصرفېږي. زه خپله ډاډ ورکولای شم، هغه مصرف چې د توجیې وړ نه‌وي، په هغه صورت کې ورسره زه نه موافق کېږم او هغه وخت نه مصرفېږي. د مالي او بانکوالۍ مسایلو کارپوه سیر قریشي وايي: «د نړیوالې تصفیې بانک ته د افغانستان له شتمنیو د ۳٫۵ مېلیونه امریکايي ډالرو انتقال کولای شي افغانستان د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت او په رقابتي ډول د صادراتو ساتنې سره مرسته وکړي

د اسلامي امارت ویاند

دې سره هم‌مهاله، د اسلامي امارت ویاند له یوې ترکي رسنۍ سره د مرکې پر مهال د افغانستان د شتمنیو پر کنګل پاتې کېدو نیوکه کړې ده. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «له کوم دلیل پرته د افغانستان څه باندې نهه مېلیارډ ډالره د خوندي ساتنې لپاره او یا چې هغو وخت یې کوم دلیل درلوده، د امریکا یو بانک ته لېږدول شوي او هلته د امانت په ډول ایښودل شوي وو. کله چې بدلونونه راغلل، امریکا دا پیسې کنګل کړې او اوس هم اجازه نه‌ ورکوي چې دا پیسې مصرف شي، که څه هم دا پیسې د افغانۍ پشتوانه ده او په ورځینو مسایلو کې نه کارول کېږي، خو دا افغانانو پانګه ده او کنګل کړې یې ده او پر بانکونو یې هم بندیزونه لګولي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button