احصایې او معلوماتو اداره: ۱۴۰۳ کال کې څه باندې ۲.۷ میلیون برښنایي تذکرې وېشل شوي

اړوند مطالب:
څنګه له خوږو شیانو او سره کړو خوړو سره علاقه کمه کړو؟
په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي
کندهار کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان وکړ، چې دا اداره تېر کال وکولی شوه چې په ټول هېواد کې د ۷۳۴ زره او ۲۷۴ الکترونیکي تذکرو غوښتونکو هویتونه تایید کړي.
دې ادارې نن (سهشنبه، د وري ۱۹مه) اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې یې د ملي هویت تصدیق سیسټم کې د ۱۱۵ زره او ۷۵۲ اتباعو د معلوماتو پاڼې نوي کړې او سربیره پردې یې ۹۹،۴۵۰ غوښتونکو او دولتي چارواکو ته د هویت معلومات ورکړل.
د هېواد په مرکز کې د غوښتونکو د هویت د تایید سربېره، دې څانګې د۷۴ زره او ۵۰۰ غوښتونکو د هویت کارت معلومات هم ترلاسه کړي او د هېواد د ولایتونو او ولسوالیو سره د اړیکو د ټینګولو له لارې یې د اړوندو چارواکو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.
په ورته وخت کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېر کال اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې یې د هېواد ۳ میلیونه ۱۲۴ زره اتباعو ته برښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي.
دې ادارې دا هم زیاته کړه چې په ۱۴۰۲ کال کې د برښنايي تذکرو تر ټولو لویه شمېره په کابل کې وه، چې نږدې ۷۰۰ زره کسانو ته ووېشل شوه.
له کابل وروسته، په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره برښنايي پېژندپاڼې ووېشل شوې، په بلخ کې څه باندې ۱۸۸ زره او په ننګرهار کې شاوخوا ۱۶ زره برښنايي پېژندپاڼې ووېشل شوې.
د یادولو ده چې د هویت تثبیت، سکن کول، ډیجیټل کول او د اتباعو د هویت اسنادو ارشیف کول د ملي احصایې او معلوماتو ادارې د هویت تثبیت او تنظیم کولو ریاست له مهمو مسوولیتونو څخه دي.