سات تيرينړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

اديه او ادريېل د ګينس په کتاب کې نوی ریکارډ جوړ کړ

یو کاناډايي ورور او خور د زيږون په ۲۲مه اوونۍ کې زيږېدلي چې نړیوال ریکارډ یې مات کړی او د ریکارډونو ساتلو د ګینس په کتاب کې ثبت شوي دي

کاناډايي غبرګوني خور او ورور ادیه او ادریېل نادا راجا د زېږون له اصلي وخته ۱۲۶ ورځې مخکې زېږېدلي، په‌ داسې حال کې چې پخوانی ریکارډ په ۲۰۱۸‌م کال کې و چې د امریکا د متحدو ایالتونو په ایوا ایالت کې دوه غبرګوني ماشومان له اصلي وخته ۱۲۵ ورځې وړاندې زېږېدلي و.

د ګینس نړیوالو ریکارډونو کمیټه وايي که دا ماشومان له ۲۲ اوونیو آن یو ساعت وړاندې هم زېږېدلي وای نو د روغتون ډاکټرانو به د هغوی د ژوندي ساتلو هڅه نه وای کړې.

د حامله‌ګۍ دوره معمولا تر ۴۰ اوونیو غځيږي، نو په دې حساب دا ماشومان ۱۸ اوونۍ له خپل عادي وخته وړاندې زېږېدلي.

نور ولولئ: د نړي تر ټولو جالبه الوتنه؛ یوازې دوه دقیقې وخت یې نېولی

ډېری روغتونونه د هغو ماشومانو د ژغورلو هڅه نه کوي چې د ۲۴ او ۲۶ اوونیو ترمنځ زيږېدلي وي. خو له نېکه مرغه، دغه مور او پلار توانيدلي د ټورنټو مونټ ساینای روغتون ته لاړشي چې هلته د نویو زيږېدلیو ماشومانو لپاره د ځانګړې پالنې تخصصي څانګه شته ده.

په دې اړه د دوی مور او پلار وايي:

د کاناډايي ماشومانو مور شاکینا راجندرام وویل کله چې یې په ۲۱ اوونیو او پنځو ورځوکې د زېږولو بهیر پیل شو، ډاکټرانو ورته وویل چې ماشومان یې ژوندي نه پاتې کېږي او د ژوندي پاتې کېدو هېڅ چانس نه لري.

دا دهغې دویمه حامله‌ګي یا امېندواري وه

له دې وړاندې یې څو میاشتې پخوا د اونتاریو په همدې روغتون کې خپل لومړی ماشوم له لاسه ورکړی و.

د ماشومانو مور وايی د زیاتې وینې توییدو سره-سره یې هڅه کوله چې د یو څو نورو ساعتونو لپاره ماشومان په خپل بدن کې وساتي.

مېرمن راجند رام وویل څو ځله مې ولیدل چې نژدې و دا ماشومان زموږ د سترګو پروړاندې مړه شي خو اوس دا ماشومان د ډاکټرانو لخوا له نژدې څارل کېږي او روغتیايي حالت یې ډېرښه دی.

د ماشومانو پلار کېوین نادا راجا وویل د روغتون ډاکټرانو دوی ته وویل چې له وخته وړاندې داسې زېږون کې دوی هیڅ ډول مرسته نشي کولای. هغه وویل ټوله شپه یې خوب ونه کړ او سترګې یې له اوښکو ډکې وې.

پخوا له وخته مخکې یو ډېر وړاندې زېږېدلی ماشوم کرټيس مینز نومېده چې د امریکا د متحدو ایالتونو په الاباما ایالت کې و او ۲۱ اوونۍ او یوه ورځ وروسته زيږېدلی و.

ادیه او ادریېل اوس ژوندي او یو کلن دي، سره ددې چې مخکې له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ وو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button