نړیوال خبرونه

اردوغان: د کابل هوايي ميدان د کنترول په اړه مو لا هم تصمیم ندی نیولی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د ترک ځواکونو لخوا د کابل هوایي ډګر د چارو سمبالولو لپاره‌ یې د طالبانو د غوښتنې په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ‌ده کړې.

اردوغان نن په انقره کې وویل چې په دې اړه خبرې روانې دي.یو شمېر چارواکو روانه اوونۍ رويټرز خبري اژانس ته وویل چې طالبانو له ترکیې غوښتي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته دې په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوایي ډګر د فعالیت پر مخ وړلو کې تخنیکي مرسته وکړي.

20210828 144742

اردوغان د حامد کرزي نړيوال هوایي ډګر دباندې پرونیو ځانمرګو بريدونو ته په پام وویل، مخکې له دې چې د هوایي ډګر په اړه پرېکړه وکړي، لومړی باید په کابل ښار کې امن ټینګ شي.

د ناټو ماموریت په چوکاټ کې سلګونه ترک سرتېرو له شپږو کلونو راهیسې د کابل هوایي ډګر امنیتي چارو مسولیت په غاړه اخیستی وو.

د رويټرز په وینا له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ترکيې خپل لږ تر لږه ۳۵۰ سرتېري او تر ۱،۴۰۰ زیات افغانان له افغانستانه ایستلي دي.او لاهم دا لړی روانه ده دوی به نور مهم کسان هم له ځانه سره بوزي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button