کورني خبرونه

اروپايي هېوادونه ۴۰ زره افغانانو ته د ويزې ورکولو پلان لري

 افغانستان افغانستان

اروپايي هېوادونه ۴۰ زره افغانانو ته د ويزې ورکولو پلان لري  چی د اروپايي ټولنې د ۱۵ هېوادونو یوې ډلې هوکړه کړې چې څلویښت زره افغان پناه غوښتونکي ته به ویزی ورکوی د فرانسې خبري اژانس له اړخ د لاسته راغلی  سند له مخې  به جرمني به ۲۵۰۰۰ ، هالنډ ۳۱۵۹ تنه، اسپانيا او فرانسه به ۲۵۰۰او نور هېوادونه به هم  کم شمېر افغانان د پنا غوښتنونکو په ډول  ومني او د هوسا ژوند لپاره استوګنځای   ورکړی .

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره ایلوا یوهانسون ویلی  دا د خواخوږی یو  بیلګه  ده  او وايي له قانوني لارو چارو  د افغانانو منل به په غیر قانونی  ډول د کډوالو د راتګ مخنیوی وکړي. په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني د دولت له پرځېدو څخه  وروسته لسګونه زره افغانانو هېواد پرېښی. امریکا د روان کال اګست مياشتې تر پایه  پوری د کابل له هوايي ډګر څخه ډېر وګړی ایستلی.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

په ځانګړې ډول  هغه وګړی  چې له دوی سره يې همکاری  کړی ایستلی . بريتانيا، کاناډا او د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو هم زرګونه افغانان ايستلي. خو اوس هم يو شمېر هغه وګړی چې وايي ژوند يې له ګواښونو  سره مخامخ  دی ا وس مهال هم په افغانستان کې بند پاتې. اوس مهال  په زرګونو نور وګړی  اروپا ته په ځانګړې ډول د ايران له لوری څخه  په قاچاقي ډول د تلو کوښښ  کوي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي شورا     وړاندې له اروپايي ټولنې  څخه غوښتنه کړی چی  په پنځو کلونو کې ۴۲۵۰۰ افغان کډوال ومني

خو د دې ټولنې څخه  ۲۷ غړو مقابل کی  مخالفت کړی  د راپورونو له مخې همدا اوس  مهال شاوخوا ۶۰ زره افغانانو اروپايی هېوادونو پولو ته نژدې ځایونو ته  رسیدلی  او دغې ټولنې ته د ورتګ هڅه کوي  ډیره وېره ده چې سخته وچکالي به نور وګړی هم  له افغانستان څخه  کډه کولو ته اړ کړي.

د طالبانو   افغانستان  د واکمنۍ څخه وروسته  اروپايي هېوادونو ۲۸ زره افغانان منلي  خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي شورا مشر خبرداری ورکړی چې ۸۵ زره افغان کډوال چې له اروپايي ټولنې څخه  بهر په سختو  ستونزو کی  ژوند کوي او بيا استوګڼی  ته اړ دی  غوښتنه کړی چې اروپا د دغو کډوالو نيمايي ومني.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button