نړیوال خبرونه

اروپايي ټولنه: افغانستان کې له ۱۰۰ ښوونځیو ملاتړ کوو

اروپايي ټولنه وايي، افغانستان کې د روښانه راتلونکې لپاره له ۱۰۰ ښوونځیو ملاتړ کوي

اروپايي ټولنه وايي، چې د روښانه راتلوونکي لپاره په افغانستان کې له سلو ښوونځیو ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده چې په دغه هیواد کې د زده‌کړو د شته بهیر کیفیت ښه وساتي. دغې ټولنې په ایکس پاڼه لیکلي، پوهنه د یوه هیواد بنسټ جوړوي.

اروپايي ټولنې نن سې شنبه د (تلې ۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روښانه راتلوونکي لپاره په افغانستان کې له سلو ښوونځیو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې په دغه هیواد کې د زده‌کړو د شته بهیر کیفیت ښه وساتي.

د دغې ټولنې شارژدافیره په کابل کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته ورغلې او له زده‌کوونکو سره د لیدنې پر مهال یې ویلي، چې د «پوهنې لپاره دا د اروپايي ټولنې نه ستړی کیدونکی ملاتړ په ګوته کوي.»

د افغانستان د سوکالۍ لپاره د زده کړو ارزښت

هغې وړاندې ویلي، چې پوهنه د یوه سوکاله افغانستان لپاره بنسټیز رول لري.

نور ولولئ: سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

نور ولولئ:  سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو کابل کې واک ته تر رسیدو وروسته په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د پوهنتون زده‌کړې بندې کړې دي.

اروپايي ټولنې د ۱۴۰۳ د وږي په میاشت کې ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق سره به په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او په بېړنیو حالاتو کې د زده‌کړو د برابرولو لپاره ۱۳ میلیونه یورو اضافي مرسته وکړي.

د زده کړو کیفیت

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي و، چې په دې مرستو سره به په ۲۷۵ درسي ټولګيو کې د زده‌کړو کیفیت ښه کړي او له مخې به یې ۹۵۰۰ ماشومان، چې ۶۱ سلنه یې نجونې دي لومړنیو زده‌کړو ته لاسرسی پېدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې زرګونه زده‌کوونکې چې لومړنۍ دوره يې پای ته رسولې، له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د افغان وګړو او نړۍوالې ټولنې له ټینګار سره سره، طالبانو لا هم له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته دوام ورکړی.

افغان ولس او نړیوالو بار، بار له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونه پرانیزي او د زده کړو اجازه ورکړي، خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه، نه ده منلي.

طالبانو په افغانستان کې د زده کړو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button